پکتيکا والي: په پکتيکا کې امنيتي ځواکونه پياوړي شوي دي.

 خبر پاڼه


پکتیکا ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
مسؤول  مخلص افغان
۱۳۸۹کال د سلواغې ۱۹ مه
د پکتیکا ولایت د پولسیو روزنیز مرکز څخه د څوارلسمې دورې  ۱۱۷تنه سربازان له  مسلکي زده کړو وروسته  فارغ  او ټولنې ته د خدمت په موخه وروپيژندل شول
هغه غونډه چې په همدې موخه د پکتیکا ولایت د غونډو په لوی تالار کې رابلل شوی وه د پکتیکا ولایت والي ښاغلي محب الله صمیم ، امنیه قومندان مل پاسوال دولت خان ځدران ، د ولایتی شورا ریس عبدالمبین فقیرزاده، امنیت آمر عبدالشاه ظریفي سربیره د روزنیز مرکز کورنیو او بهرنیو استادانو ، د پوځي او ملکي ادارو مسؤولینو ګډون کړی وو
غونډه د قران کریم په مبارکو آیتونو پیل او د ملي سرود اورولو وروسته د پکتیکا والي ښاعلي محب الله صمیم پرانستونکي وینا وکړه  پولیس یې د ټولنې خدمتګار یاد کړل د پولیسو کړنې یې ښې وارزولې او زیاته یې کړه چې مسلکې پوليس کولاى شي ددولت او عامو وګړو ترمنځ ټينګه اړيکه وساتي دجرمونو کچه راټيټه او امنيت په مثبت لور روان کړي صمیم ډاډ څرګند کړ چې اوس یې امنیتي ځواکونه پیاوړي شوي دي چې په دې کار سره د پکتیکا ولایت امنیت ورځ په ورځ ډاډمن کیږي
ورپسې  امنیه قومندان مل پاسوال دولت خان ځدران خبرې وکړې  ځدران وویل چې دا د پکتیکا ولایت د پولیسو د فراغت څوارلسمه دوره ده چې ۱۱۷ سربازانو ته د بهرنیو او کورنیو استادنو لخوا زده کړې ورکړل شوي دي، ځدران زیاته کړه چې روزل شوي سرتیري به د پکتیکا ولایت په بيلابیلو ولسوالیو کې په دندو وګمارل شي
د پکتیکا ولایتي شورا رئیس عبدالمبین فقیرزاده بل ویناوال وو چې له پولیسو یې وغوښتل چې په ډیره زړورتیا خپلې ورسپارل شوي دندې ترسره کړي او د هیوادوالو سره د ښه چال چلند له امله د دوی زړونه تر لاسه کړي
د غونډې د پای په شیبو کې د پکتیکا ولایت والي محب الله صمیم امنیه قومندان مل پاسوال دولت خان ځدران ولایتی شورا رئیس عبدالمبین فقیرزاده لخوا په فارغ شویو پولیسو بریلیکونه ووېشل شول
د پکتیکا ولایت د پولیسو روزنیز مرکز دوه کاله وړاندې جوړ شوی او تر دې مهاله یې په څوارلس دورو کې ۱۳۷۰ تنه پولیسو ته د کورنیو او بهرنیو ښوونکو لخوا مسلکي روزنه ورکړل شوی ده  
 
مخلص افغان
د پکتیکا د والي ویاند
۰۷۹۷۵۰۹۰۱۰


-- 
       " Mokhlis Afghan "
Paktika Governor Spokesman
        Contact Numbers
 Official :- 0093 (0) 706359535
 Private :- 0093 (0) 797509010
Emails :- mokhlis.afghan@gmail.com
              mokhlis.afghan@yahoo.com