دکابل پوهنتون دادبياتو پوهنځي استاد امريکايي سرتېرو نيولی دی

بیګاه شپه دکابل په کمپنۍ سیمه کې امریکايي ځواکونو دکابل پوهنتون دادبیاتو پوهنځي داستادډاکتر محمدقسیم پر کور وراوښتې دي او نوموړی ېې له ځان سره روان کړېدی .
د نوموړي دکورنۍ دیو غړي له قوله ،چې امریکايي ځواکونو د ډاکتر قسیم کمپیوټر ، موبایلونه او یو زوی هم له ځان سره وړلې دي .
‫امریکايي ځواکونو په دې اړه تر اوسه څه نه دې ویلې دیادونې ده ،چې دکابل ولایت امنیت افغان ځواکونو ته سپارل شوې دی خو بهرني ځواکونه اوس هم د تېر په څیر دلته خپل عملیات کوي او دشپې لخوا دخلکو پر کورونو وراوړي .