پکتیاوال : دهندوستان دقونسلګرۍ ژباړونکې راخلاص کړای شو


دننګرهار دامنیې قومندان جنرال علیشا پکتیاوال وايي : دکره معلوماتو پر اساس دننګرهار د اوپراتیفي او عملیاتي پولیسو یو کنډک د چپرهار ولسوالۍ دڅپرو په سپین جومات کې عملیات وکړل او عبدالودود د عبدالروف زوی ،چې په جلال اباد کې دهندوستان په قونسلګرۍ کې دژباړن په توګه دنده لري د تښتونکو له منګولو راخلاص کړ او نن ېې خپلې کورنۍ ته وسپاره .
نوموړی دوه ورځې وړاندې دجلال اباد له ښاره نامعلومه وسله والو تښتولې دیادونې ده ،چې دچپرهار ولسوالۍ په دې وروستیو کې ډېره ناارامه شوې ده .