ډیلي ګراف : دسولې عالي شورا دملا خیرالله خیرخواه دراپرېښودو غوښتنه وکړه


ډیلي ګراف په خپلې وروستۍ ګڼه کې کاږي ،چې د سولې عالي شورا له امریکا غوښتي ،چې په ګونتنامو کې زنداني طالب مشر راخوشی کړي .
ورځپاڼه کاږي ،چې کېدای دا ډول یوه غوښتنه امریکايي چارواکې په غوسه کړي ځکه دامریکایانو له انده ملا خیر الله د بن لادن نږدې ملګری ، د طالبانو نظامي قومندان ، سخت دریځه طالب مشر دی پردې سربېره امریکايان وايي : چې ملا خیرالله د مخدره موادو په قاچاق کې هم لاس لري .
دسولې عالي شورا وايي : د ملا خیر خواه او نور و طالب مشرانو راخوشی کول به دسولې له خبرو سره مرسته وکړي دمشرانو جرګې غړی او دسولې عالي شورا کې دزندانیانو دکمیسون مشر ارسلان رحماني وايي : موږ د ملا خیر الله دراخوشی کولو غوښتنلیک امریکايي چارواکو ته استولی دی .
ملا خیرالله خیرخواه د طالبانو دواکمنۍ پر مهال دکورنیو چارو وزیرو او له دې وړاندې دهرات والي هم تېر شوې وو ملا ارسلا رحماني وايي : د خیرخواه راخوشی کول به دسولې له خبرو سره ډېره مرسته وکړي .