د خوست دهوايي ډګر پر ځمکه د لسګونو کورونو ړنګول پيل شول

په خوست ولايت كې د لسګونوكورنو په ړنګولو پيل وشو. ځايي چارواكي وايي چې دا ځمكه دولت د هوايي ډګرجوړولو لپاره ځانګړې كړې وه خو د خلكولخوا ويشل شوې او بيايې كورنه پكې جوړ كړي دي. د خوست امنيې قوماندان جنرال عبدالحكيم اسحاقزى وايي چې دغوخلكو ته يې له وړاندې خبر وركړى ځكه خود كورنو ړنګولوكې هم له كومې ستونزې سره نه دي مخ شوي. خو دغه خلك وايي چې دوى پرخپلو ځمكوكورونه جوړ كړي او د ړنګيدو له امله ورته ډېر مالي زيان ورسيدو. د خوست د والي وياندمبارز محمد ځدراڼ وايي چې يوځل بيايې د هغو زر ګونه جريبه دولتي ځمکو په خلاصولوپيل وكړ چې خلكوغصب كړې او له امله يې د داسې بنسټيزو پروژو مخه نيول شوې چې په پلي کېدوسره به د خوست اوسېدونکو په ژوند كې مثبت بدلون راشي، اوبله دا چې غصب د دې لامل شوى چې د خلکو په منځ کې بي باوري او د دولت او ولس ترمنځ واټن پيداكړي، وياند زياتوي چې اوس يې د خوست ښار جنوب لوديځ ته د سيګۍ په سيمه كې د هغو سلګونوكورنو په ړنګولو پيل وكړ چې ځمكه يې دولت د هوايي ډګر د جوړولو لپاره ځانګړې كړې وه خو د سيمې خلكوپه خپلوكې ويشلې او بيايې كورنه پكې جوړ كړي دي. په سيمه كې د خوست امنيې قوماندان جنرال عبدالحكيم اسحاقزي وويل چې دوى دغه خلكوته خبر وكړى وو چې كورنه خالي كړي، ځكه اوس هم د كورونو په ړنګولو كې له كومې ستونزې سره نه دي مخ شوي. خو د كورنو واله وايي چې دوى په خپلوځمكو كورونه جوړ كړي او د ړنګيدو له امله يې ډېر مالي زيان ورته ورسيدو. چارواكوهغو كسانو ته چې دولتي ځمکې غصبوي او ياد سړکونو په حريم کې ودانۍ، مارکېټونه او دوکانونه جوړه وي، خبردارۍ وركړچې ژر تر ژره دې له دې کړنو لاس واخلي.