په تېرو اوه کلو کې يوميليون خلکو د جرمني تابعيت تر لاسه کړی دی

د جرمني دولت د اعلان له مخې د 2002 او 2009 کلونو تر منځ يو ميليون مهاجرينو د جرمني تابعيت ترلاسه کړی دی. د دغو کسانو درېيمه برخه ترکي مهاجرين دي او تر پنځو کلنو پورې د ماشومانو تر منځ له هرو دريو ماشومانو څخه يو ماشوم يې د مهاجرت سابقه لري.همداراز د اټکل له مخې په جرمني کې شاوخوا سل زره افغانان هم اوسيږي. د حاکم اﺉتلاف مرستيال يوهانس زينګهامر وايي، چې دا د مهاجرينو پر وړاندې د جرمني دولت د پرانيستو دروازو د سياست نښه ده .