جنرال پتريوس په افغانستان کې دملکي ملېشو له پروګرام څخه دفاع وکړه

په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پتريوس له (فايننشل ټايمز) سره په مرکه د کليوالو خلکو دوسله والو کولو له پروګرام څخه دفاع وکړه او ويې ويل، چې له نيوکو سربېره به دی په کلو کې د ملېشه کولو پروګرام ته دوام ورکړي. يو شمېر شنونکي اندېښنه لري، چې ښايي دغه پروګرام په افغانستان کې د جنګسالارانو يو نوی نسل رامنځته کړي ، خو پتريوس وايي چې دا پروګرام له هغوکليوالو سره چې په انزوا کې پراته دي او غواړي د طالبانو پر وړاندې مقاومت وکړي ، مرسته کوي . دی وايي، چې دغه پروګرام افغان ځواکونو ته تر ۲۰۱۴ کال پورې د امنيتي چارو د مسووليت له ورسپارلو سره مرسته کوي. ټاکل شوې ،چې د سږکال په لومړی نيمايي کې افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو مسووليت د سپارلو لړۍ پيل شي.