د مبارک سياسي مشاور هم له مخالفانو سره يوځای شو

د مصر دولسمشر حسني مبارک سياسي سلاکار(اسامه الباز) پرون د التحرير ميدان ته ورغی او خپل ملاتړ يې له لاريون کوونکو څخه اعلان کړ. الباز پرون له خپلې لور او لمسي سره د التحرير په ميدان کې راڅرګند شو او ويې ويل، چې دی د ولس يو غړی دی او د دې لپاره راغلی چې خپل دريځ دلته اعلان کړي او د مصر د تاريخ برخه وګرځي. تر دې وړاندې يو شمېر نور نوماند ليکوالان او سياستوال هم له لاريون کوونکو سره يوځای شوي دي او د هغوی ليکې ورځ په ورځ پياوړې کيږي. بل خوا د انور سادات د وژونکي ( خالد اسلامبولي) مور هم پرون د التحرير ميدان ته راغله او له لاريون کوونکو سره يو ځای شوه .