دانټرنیت دبندښت له کبله مصر تر اوسه 90 میلونه ډالره تاوان کړې دی

 
لومړنیو اټکلونو ښودلې ده ،چې دمصر حکومت دولسي پاڅون د لا پراختیا له ډاره د پنځو ورځو لپاره په ګرد مصر کې انټرنیت بند کړ ،چې ټول هېواد ته ېې 90 میلونه ډالره تاوان ورواړوه او د اوږد وخت لپاره به ېې اقتصادي اغیز لا هم ژور شي .
داقتصادي همکارۍ او ودې ټولنه وايي : دانترنیت او ټیلفون عاید دهېوادنی تولید %3 ده په بله مانا مصر هره ورځ 18 میلونه ډالره تاوان کړې دی . ټولنه ،چې مرکزي دفتر ېې په پاریس کې دی وايي : ددې اقتصادي ستونزې اغیز به ډېر ه پاتې وي ځکه له دې ډول یوې پریکړې څخه سیمه ییز او نړیوال شرکتونه اغیزمن شوېدی دا به په ګانده یو څه ستونزمنه وي ،چې مصر دې دپانګې اچونې په موخه بهرنیان خپل هېواد ته راجلب کړي ځکه له دې وروسته په دې برخه کې پر مصري چارواکو باور یو څه سخته خبره ده دیادونې ده ، چې د ولسي پاڅون له کبله په ګرد مصر کې پنځه ورځې انترنیت نه و .