
لاندې کیسه یوه ریښتینې کیسه ده. ما کله کیسه نه ده لیکلې نو ځکه هیله لرم چې د کیسه لیکلو د اصولو د نه مراعتولو په وجه مې ګرم ونه بولئ.
بېګا ماښام د نورو ورځو په پرتله له دفتره لږ وختي ووتلم. همدا چې د دفتر له دروازې مې بېرون پښه کېښوده، په اسد الله مې سترګې ولږېدې. اسد الله زما د مکتب د وخت ټولګیوال او نږدې ملګری و. زه او هغه په ټولګي کې تر نورو کشران وو ځکه خو په یو بل ګران وو. اسد خوش مزاجه او ویښ هلک و، خو اوس مې چې ولید، بڼه یې خپه ښکارېده. غږ مې پرې وکړ، له جوړ پخېر وروسته مې ورڅخه د خواشینۍ لامل وپوښت. اسد وویل چې یو خپلوان یې مړ شوی و او پرون له خپلې کورنۍ سره د مړي کور ته تللی و. ما فکر وکړ چې اسد د خپلوان په مړینه خپه دی نو ما هم ورسره غمرازي وکړه او ورته ومې ویل چې مونږ ټول په همدې لاره روان یو او د کل من علیها فان ایات مې هم ورته له غوږه تېر کړ. اسد چې تل به له خندا شین و او له هر ډول حالت سره یې د مقابلې توان درلود، په دې ډول د زغملو نه و. ما له هغه څخه خندا غوښته خو هغه نن ډېر زړه خوړینی و.
زه: هلکه اسده مړی دی خدای وبښي بس هېر یې کړه.
اسد: نه یاره د مړي په غم کې زه هم دومره نه یم. وخت به یې پوره و. یوې بلې خبرې ته سخت فکر وړی یم. نه پوهېږم له دې بدتر به لا څه ګورو.
زه: خدای دې خېر کړي، خبره څه ده چې ته دومره ورته خواشینی یې.
اسد: خبره دا ده چې زه خپل اولاد ته په نظر کولو سره ګورم، چې فرهنګ او کلتور مو پردی شوی. هندیان راکې راننوتي دي.
په خندا مې ورڅخه وپوښتل: هغه څنګه؟ ته اوس خبر شوې؟
اسد: پرون مازیګر د مړي په کور کې وو. له ما سره مې شپږ کلن زوی څنګ ته ناست و. ته خو پوهېږې چې هغه څومره غږیږي، خو هلته مې له ډېرې غږېدا څخه منع کړی و. څه سر به دې خوږوم، زوی مې غوږ ته رانژدې شو او په کراره یې راڅخه وپوښتل: لالا دا مړی اوس کله سوزوي؟ په ځان پوه نه شوم یوه کلکه څپېړه مې ترې وویسته خو د هغه بېچاره څه ګناه وه. ګناه خو ټوله زما وه چې په کور کې مې ورته رنګین ټي وي ایښی دی. زر مې بېرته غېږې ته رانږدې کړ. خو دې خبرې ته سوچ واخیستم. زوی خو مې په کرار پوه کړ او هغه هم زما ټولې خبرې په غور واورېدې خو زه یې سخت خواشینې کړم. خدای خبر چې دا تولسي او د دې په څېر نورې پردۍ ډرامې به زمونږ په اولادونو څه نخرې وکړي.
زه: یاره دا خو په رښتیا د خواشینۍ وړ ده. دا د پردیو په چوپړ کې لګیا چېنلونه مونږ ته له دې پرته نور څه راکولی شي. د دې مزدورانو چېنلونه د همدې ډرامو په برکت چلیږي. چې دا ډرامې خپرې نه کړي دوي به د چېنلونو چلولو ته ډالرې له کومه کړي. دوي خو د هرې ډرامې د خپرولو په بدل کې بې شمېره روپۍ ترلاسه کوي.
په دې اړه مو نورې هم ډېرې خبرې وکړې خو د بېلېدو په وخت مو سړه مخه ښه سره وکړه او دې خبرې پر ما هم دومره اغېزه کړې وه چې کور ته له رسېدلو سره سم د خوب خونې ته لاړم او د ماسخوتن لمونځ هم رانه پاتې شو.