دکندهار په ګمرک کې ځانمرګي بريد مرګ ژوبله رامنځته کړه

پرون يوه ځانمرګي بريد کوونکي د کندهار په ګمرک کې د امريکايي سرتزرو او ګمرک مامورينو پر غونډې بريد وکړ، چې له امله يې يوافغان ژباړونکی ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول. په ټپيانو کې دوه تنه يې دناټو سرتېري دي.د نورو قربانيانو هويت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.