سپاه پاسدارانو دهرمز تنګي دبندولو ګواښ وکړ

 
د سپاه پاسدارانو دسمندري ځواکونو قومندان علي فدوي ګواښ وکړ که چیرې موږ ته بهرني ګواښ راپېښ شو موږ به دهرمز تنګې وتړو . نوموړی زیاتوي داسلامي انقلاب ! سرتیري دا خلیج په ټوله مانا څاري او ایران دا وړتیا لري ،چې دګواښ او ستونزې پر مهال ېې وتړي . پردې سربېره دایران پوځ دعمان سمندر څاري که چیرې ګواښ رامنځته شو نو پوځ د عمان سمندر په تړلوکې خپل رول لوبوي همدا ډول خلیج هم زموږ تر کنترول لاندې دی .
قومندان علي وايي : له هرمز تنګي نږدې 40% تیل لیږدول کیږي او دا سلنه دنړۍ په کچه ده ، دا ایرانی چارواکی وايي که هر ځواک یا ډلې یو کوچنی حرکت ترسره کړ،چې دسیمې امنیت ورسره کاواکه کېده زموږ غبرګون به سخت وي زموږ سمندري ځواکونه به په نږدې ګانده کې څو ډوله اوبتلونه رامنځته کړي .
دیادونې ده ،چې ولسمشر احمدي نژاد په ایران کې د انقلاب د32 مې کلیزې په ویاړ د رصد ، ظفر ، امیرکبیر او فجر په نوم سپوږمګیو دجوړولو خبره رالوڅه کړه .