په کندهار کې دوه امريکايان ټپي شوي او ژباړونکی يې وژل شوی

د کورنيو چارو وزارت د چارواکو د رېپوټونو له مخې د کندهار په جګړه ځپلي وﻻيت کې، تيره ورځ د يوې ځانمرګي بريد له امله ، په سرحدي سيمه کې د امريکايي پوځيانو يو ژباړونکی وژل شوی او دوه تنه امريکايي سرتيري هم ټپيان شوي دي.
دا پېښه په داسې مهال شوې ، چې په سيمه کې پوځيان د عملياتو په نيت تللي وو.