ورځپاڼه : داوباما استازی په مصر کې دسوداګرۍ کاروبار لري



په لندن کې خبري رسنیو له دې پرده پورته کړه ،چې مصر ته د ولسمشر اوباما ځانګړې استازی فرانک ویزنر په مصر کې د سوداګرۍ کاروبار لري .
اندپنډنټ ورځپاڼه کاږي : دسپنې ماڼۍ غوسه هغه مهال راوپارېده ،چې کله فرانک حسني مبارک هڅوه ،چې استعفا ونه کړي فرانک په نیویارک او واشنګټن کې دسلاومشورې له یو شرکت سر ه دسلاکار په توګه هم کار کوي دا شرکت بیا اکثره وخت دمصر دحکومت په خدمت کې وي .
فرانک متقاعد امریکايي ډیپلومات دی ،چې د ( باتون بوګر ) په نوم شرکت سره هم کار کوي دا شرکت پردې ویاړي ،چې دمصري پوځ سره قراردادونه لري همدې شرکت په امریکا او اروپا کې دحسني مبارک دحکومت په استازیتوب په ډېرو موضوعاتو کې برخه اخستې ده . 
ورځپاڼه زیاتوي : فرانک ،چې له دې وړاندې په مصر ، زامبابوي ، پلپین او هند کې دامریکا د اتو ولسمشرانو په حکومت کې دخپل هېواد استازی و دا به له منطقه یو څه لیرې وي ،چې دبهرنیو چارو اوسنۍ وزیر مېرمن کلنټن په بوګر شرکت کې دنوموړي له دندې ناخبره وي دا شرکت دمصر حکومت ته د نړیوالو اوسیمه ییزو موضوعاتو په اړه سلا ومشورې ورکوي ځکه خو سفیر فرانک له حسني مبارک ملاتړ کوي او هڅوي ،چې د ولسي پاڅون پر وړاندې مقاومت وکړي .
دیادونې ده ،چې په بوګز شرکت کې دمصر دځینو مشهورو کورنیو زامن دوکیلانو په توګه دندې لري او ځینی نور بیا دتیلو ، ګازو او ساختماني شرکتونو کارکونکي دي
امریکادمصر له پوځ سره دکال 1,3 ملیارده ډالر مرسته کوي .