BBC : المان چمتو دی ،چې حسني مبارک ته پناه ورکړي

په المان کې داسې خبرونه خپاره شول ،چې دانګیلا مېرکل حکومت چمتو دی ،چې دمبارک کوربه شي نوموړی کولای شي ،چې له مصر څخه د وتلو پر مهال المان ته د درملنی په موخه راشي او دلته تم شي .
په پارلمان کې دمسیحي ډیموکراتانو دګوند استازی وايي : دواک دسوله ییز لیږد پر مهال باید المان مثبت رول ولوبوي او ولسمشر مبارک ته اجازه ورکړي ،چې دلته راشي .
په دې سره به په مصر کې حالت یو څه نورمال شي ، خودا به دسیاسي پناه په مانا نه وي ،
بیلد ورځپاڼه وايي : موږ دمصر ولسمشر حسني مبارک دېته نه اړ باسو ،چې په المان کې به د تبعید شپې او ورځې تېروي .
دیادونې ده ،چې حسني مبارک څه موده وړاندې دالمان هایلدبرچ روغتون کې هم عملیات ترسره کړې و .