په مردان او کراچۍ ښار کې چاودنې شوي

د مردان په ښار کې تير مازديګر چاودنه شوې، چې له امله يې اووه د سي ډي ، ميوزيک او فلمونو پلورلو دکانونه ويجاړ شوي دي. له نيکه مرغه په دې پېښه چا ته د سر زيان نه دی رسيدلی .
د يو بل خبر له مخې تيره ورځ د کراچۍ ښار په يوه مارکيټ کې چادونه شوې. د رېپوټونو له مخې دغه چاودنه ((لي مارکيټ )) کې رامنځته شوې او په ټس کې يې 11 تنه ټپيان شوي دي .