پېر او پلور

 ل: جبران خلیل جبران
ژ: محمد قسیم
 
 
 
 
ځمكه تاسې ته خپلې ټولې مېوې او پېداوار دربښي. كه تاسې له دغو ډالیو څخه د خپلو لمنو د ډكولو په چل پوه شئ نو هېڅكله به چا ته اړ نه شئ.
كه تاسې د دې ډالیو د بدلولو وړتيا ولرئ نو هېڅكله به له كمښت سره مخ نه شئ.
خو كه ستاسې تر منځ تجارت په مينه او انصاف ترسره نشي نو له تاسې څخه به ځينې د حرص او هوس ښكار شي او نور به لوږه ووهي.
اى د باغونو، پټيو او سيند خواري كښو! كله، چې له تاسو سره په بازار كې خياطان يا كولالان مخ شي نو د هغه منصف بادار په نوم غږ وكړئ، چې د نړۍ د هرې سودا حساب ليكي
چې ستاسې منځ ته راشي
او هغه تله پاكه كړئ، چې پكې د ارزښت په مقابل كې ارزښت تلل كيږي.
او هغه چالاك لاسونه پدې سودا كې لاسوهنې ته مه پرېږدئ، چې ستاسې د خوارۍ په بدل كې د خپلو تېزو ژبو تشې خبرې خرڅوي.
تاسې بايد دا راز وګړو ته ښكاره ووايئ:
”له مونږسره پټيو ته لاړشئ او كرونده وكړئ
يا زمونږ له ورونو سره سيند ته لاړ شئ او هلته خپل جال خپور كړئ
ځكه دا ځمكه او سيند مونږ او تاسې ته يو شان له فېض او مهربانۍ ډك دي. “
همدا راز كه هلته سندرغاړي، نڅاګر او شپېلۍ وهونكي راشي، د هغوي مال هم واخلئ
ځكه چې هغوي هم د نړۍ د مېوو او خوشبويو راټولوونكي دي.
د هغوي مال د تخېل او تصور په نړۍ كې جوړ شوی دى خو ستاسې د روحونو او نازكو بدنونو لپاره جامه اوخوراك دى.
او وړاندې لدې، چې تاسې له بازاره راستانه شئ، وګورئ، چې كوم اخيستونكى تش لاس لاړ نشي
ځكه د دنيا كارساز او ستاسې بادار به په ملكوتي فضا كې تر هغه په ډاډه زړه ارام ونكړي، چې ستاسې ترمنځ د تر ټولو كمزوري كس اړتياوې پوره نشي.