ناټو ادعا کوي،چې په خوست کې يې د حقاني د ډلې اته کسان نيولي دي

ناټوځواكونه وايي چې د خوست په صبريو ولسوالۍكې يې د ګډو عملياتو پرمهال اته شكمن كسان نيولي دي، خو د سيمې خلك وايي چې نيول شوي عام وګړي دي او له چاسره اړيكي نه لري. په خوست كې دناټوځواكونو د رسنيودفتر وايي چې دوى له افغان ځواكونو سره په ګډه په صبريو ولسوالۍكې عمليات كړي او په لړكې يې د حقاني له ډلې سره د تړاو په تور اته شكمن كسان نيولي دي. د صبريوولسوال وايي چې د ولسوالۍ په څلورو خوا وو كې عمليات شوي خو دا چې نور څه شوي، دى يې په اړه معلوماته نه لري، د سيمې خلك بيا وايي چې په داسې كور عمليات شوي چې ولسوالۍ ته ډېرنږدې دى او څه موده وړاندې د وسله والوطالبانولخواپر ولسوالۍتوغول شوي غوندي يې په كوركې ښځواو ماشومانوته مرګ ژوبله هم اړولې وه. دوى وايي چې دغوكسانو له چاسره تړاو نه درلود.