د خوست ولايت د باك ولسوال په يوه بريدكې ووژل شو

د خوست ولايت د باك ولسوال په يوه بريدكې ووژل شو: ځايي چارواكي پېښه تايدوي او زياتوي چې بريدكوونكي له سيمې تښتيدلي او په نيولو پسې يې پلټنې پيل كړي دي: وسله والوطالبانود ولسوال د وژنې مسووليت پرغاړه اخيستى دى. د خوست امنيې قوماندان جنرال عبدالحكيم اسحاقزى وايي چې د دووشنبې ورځې په سهارمهال د دغه ولايت د باك سرپرست ولسوال سيدمحمد له خپل كلي شمل خېلونه په موټر كې ولسوالۍ ته د دندې په موخه روان و چې په لاركې پرې وسله وال بريدشوى اونوموړى پكې وژل شوى خو نور چاته زيان نه دى رسيدلى، قوماندان زياتوي چې د پېښې په تور يې څوك نه دي نيولي خو په سيمه كې يې په همدې موخه پلټنې پيل كړي دي.