ويکي ليکس: برازيل په افغانستان کې له امريکې سره  د پوځي مرستې ډډه کړې وه

د ويکي ليکس له خوا په نويو خپرو شويو اسنادو کې راغلي ، چې په برازيل کې د امريکې سفيرې (کوبيسکي ليزا) د ۲۰۰۹ کال د ډسمبر پر لومړۍ نېټه د برازيل د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال (جګواريبي روبرتو) سره کتلی و او د برازيل له حکومت څخه يې غوښتنه کړې وه، چې په افغانستان کې پوځي مرسته وکړي. روبرتو هغه مهال ورته ويلي و، چې حکومت به يې د دوی پر غوښتنه غور وکړي، خو وروسته يې احوال ورکړی و ، چې د برازيل ولسمشر لولا په افغانستان کې د امريکې پر ښه نيت باور لري ، خو دوی نه شي کولی په افغانستان کې په پوځي برخه کې مرسته وکړي ، خو د بيا رغاونې په چارو کې مرستې ته تيار دي.