طالبان به نور ښوونځيو د تګ مخه ونه نيسي

د هرات ولايت د پوهنې رياست سرپرست په يوه خبري کنفرانس کې ويلي، چې په هرات کې د طالبانو استازي ده ته د ټېلېفون له لارې ډاد ورکړې ، چې راتلونکې کال به طالبان ښوونځيو ته د نجونو او هلکانو د تګه مخه ونه نيسي. د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د پوهنې وزير ډاکتر فاروق وردګ هم په د لندن کنفرانس پر مهال رسنيو ته ويلي و، چې طالبانو نور د ښوونځي، دروازې نه تړي اونجونو ته هم د تګ اجازه ورکوي. که چېرې دا خبرې رښتيا وي ، نو دا د نجونو د تعليم په اړه د طالبانو په دريځ کې يو لوی بدلون دی او د په دغه برخه کې د بشري حقونو د سازمانونو له نيوکو څخه خلاصيږي.