ناټو ځواکونو په هلمند کې دوه تنه ملکي وګړي ووژل

په هلمند کې د سنګاپور يوې انجينري کمپنۍ نن خبر ورکړ، چې تېره اونۍ د دوی دوه تنه افغان کارکوونکي د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو له خوا ووژل شول. د کمپنۍ وياند (متيو ګولډوېټ) وايی، چې تېره اونۍ د دوی يوګاډی په ګرشک کې د سپين مسجد بازار سره څېرمه د طالبانو او ناټو ځواکونو د جګړې په منځ کې ايسار شو. ناټو ځواکونو د دوی پر ګاډي ډزې وکړې ، چې له امله يې د دوی دوه تنه کارکوونکي ووژل شول او يودريم تن سخت ټپي شو. آيساف ته د پېښې په اړه خبر ورکړ شوی او هغوی يې مسووليت منلی دی.