افغان حکومت د تېلو د تړون په اړه د ايران ادعا رد کړه

د سوداګرۍ وزارت مرستيال غلام محمد ايلاقي د ايران دغه ادعا چې افغانستان به د يوه نوي تړون له مخې د خصوصي سکتور د اړتيا وړ ټول تېل له ايران څخه رانيسي ، رد کړه. دايران د تېلو وزير مسعود مير کاظمي رسنيو ته ويلی دي، چې د دې لپاره چې د افغانستان او ايران تر منځ د تېلو پر سر لانجه په غوڅه توګه حل شوې وي افغانستان د يوه نوي تړون له مخې ژمنه کړې چې د خصوصي سکتور د اړتيا وړ ټول تېل به له ايران څخه رانيسي. نن سهار د سوداګرۍ وزارت مرستيا ل غلام محمد ايلاقی د ايران دغه ادعا رد کړه او ويې ويل، چې دوی ژمنه کړې چې د افغانستان د لوېديح او سويل لوېديځ لپاره د اړتيا وړ تېل به له ايران څخه واردوي ، خو د شمال او ختيځ لپاره له ايران څخه د تېلو واردول ګران پرېوزي. څرګنده نه ده ، چې د پردې تر شا واقعيت څه دی او څه ډول تړونونه لاسليک شوي دي، خو داسې ښکاري چې ايران لاهم پر افغانستان له خپلو فشارونو لاس نه دی اخيستی او لاهم د پردې تر شا يو لړ پټې لوبې روانې دي.