ویکیلیکس : عمر سلیمان تل هڅه کوله ، چې امریکا له اخوان المسلمین وډاروي

ویکیلیکس پرون یو بل نوی لاسوند رابرسېره کړ او دا ورنه جوتیږي ،چې دمصر اوسني مرسیتال ولسمشر او داستخباراتو پخواني رېېس عمر سلیمان تل هڅه کوله چې امریکا له اخوان المسلمین وډاروي اودا له ګواښه ډک ګوند وروپيژني .
دا لاسوندونه داپه ډاګه کوي ،چې عمرسلیمان به څرنګه دسولې په خبرو کې دناپیلي استازي په توګه رول لوبوي .
په القاهره کې دامریکا له سفارت څخه تر لاسه شوې تیلګرافونه ،چې اکثره ېې رویترز خبري اژانس تر لاسه کړي دي : عمر سلیمان پر اخوان المسلمین تور لګوي ،چې همدوی دبنسټپالنې د راپنځولو تر شا دي او په 2008 ز کې ېې د ااندېښنه هم راپورته کړې وه که چیرې ایران له دې تنظیم سره مرسته وکړي دا به موږ سره ددښمنۍ پر مانا وي .
پرون عمر سلیمان داخوان المسلمین له استازو سره دمصر پر روان وضعیت خبرې کولې چې دا لاسوندونه رابرسېره شول .