د هوايي ډګر د غصب شوې ځمکې دخلاصون لړۍ پيل شوه

د روان لمريز کال د سلواغې په ۱۸ مه نېټه د خوست ولايت د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ اړوند د تورې وړۍ په سيمه کې د هوايي ډګر لپاره بېله شوي ځمکه چې د غاصبينو له خوا غصب شوې ده ، د هغې د بېرته خلاصون لړۍ پیل شوه . د هوایي ډګر لپاره د بېلې شوي ځمکې د تصفیه کولو په اړه هغه وخت پرېکړه وشوه ، چې غاصبین په بار ، بار خبرداري ورکولو سره بیا هم دې ته تیار نه شول ، چې یاده دولتي ځمکه په خپله خوښه پرېږدي او په کې دخوست دولسونو لپاره د هوایي ډګر لویه پروژه پلي شي . بالاخره د ولایت پرمختیایي (PDC ) او اداري غونډې په ترڅ کې په تصویب ورسېده ، چې یاده ځمکه دې ژر ترژره تخلیه او د غاصبینو له منګولو دې خلاصه شي . چې نن ورځ یې د خلاصون عملیات پیل شول ، تردې مهاله یې دیارلس کورونه وران شوي او لا هم د نورو کورونو د ورانولو لړۍ دوام لري . دیادونې وړ ده ،چې په خوست کې لسګونه زره جریبه دولتي ځمکې غصب شوي ، چې له امله یې په دې ولایت کې د لویو ټولګټو پروژو مخه نیولي او د پروژو جوړولو لپاره یې شته بودجې بېرته په راغلو لارو مسترد شوي دي . چې د همدې ستونزې د له منځه وړلو لپاره ولایتي ادارې جدي هڅې پیل کړي ، ترڅو غصب شوي ځمکې له غاصبینو خلاصې او په کې د ولس لپاره ټولګټې پروژې پلي شي .چې په دې برخه کې زیات پرمختګ شوی ، لکه د ۱۲۰۰ فامیلیو ، وړکتون ، ګمرک او نور هغه څه دي ، چې دڅو میاشتو په لړ کې تخلیه شوي او بېرته ددولت لاسته ورغلي دي . د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر ورځ : دریم نېټه :۱۳۸۹/۱۱/۱۸