نن سهار په خوست کې د بک ولسوالۍ سرپرست ووژل شو

نن سهار يو شمېر وسله والو کسانو د خوست ولايت د بک ولسوالۍ پر اجراﺉيه مدير او سر پرست ولسوال سيد محمد باندې بريد وکړ او ويې واژه. نوموړی نن سهار له کور څخه ولسوالۍ ته د دندې لپاره روان و، چې بريد ورباندې وشو. د بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.