سنډۍ تیلګراف : کېدای عمروموسی د مصر ولسمشر شي

سنډۍ تیلګراف ورځپاڼه کاږي کېدای شي دعرب اتحادېې مشر عمرو موسی دمصر ریاست ته ورسیږي نوموړي څو ورځې وړاندې په مصر کې له لاریون کووکو سره خپله خواخوږي وښودله او د التحریر میدان ته ورغی .
کله ،چې له عمرو وپوښتل شول تاسې غواړې ،چې ځان دولسمشرۍ څوکۍ ته کاندید کړې نوموړي ځواب ورکړ غواړم دستونزې دحل یوه برخه واوسم او دا حق لرم چې ځان کاندیدکړم .
سره له دې ،چې عمرو موسی د اوسني نظام یوه برخه وه او یو وخت دمبارک د بهرنیو چارو وزیر هم تېر شوې دی نوموړی 9 کاله پخوا ولسمشر مبارک له دندې ګوښه کړ او لامل ېې دنوموړي ورځ تر بلې زیاتیدونکې محبوبیت و ،چې په مصر او عربي نړۍ کې ېې دخپل دریځ له کبله تر لاسه کاوه .