په مردان او کراچۍ کې چاودنې شوې دي

د مردان په چاټو چوک کې د سي ډي د يوه دوکان په دروازه کې چاودنه شوې ده ، چې له امله يې لس دوکانونه زيانمن شوي دي ، خو ځاني زيان يې چاته نه دی اړولی . بلخوا په کراچۍ کې د شاه لطيف له تاڼې او د عيد ګاه له تاڼې سره په يوه وخت کې چاودنې شوې دي ، چې له امله يې دوه تنه ټپيان شوي او شاخوا دوکانونه او کورونه يې زيانمن کړي دي. د پېښو مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی ااخيستی.