امريکې د مصر سمندري غاړو ته خپلې پوځي بېړۍ ولېږلې

رپوټونه وايي، چې په مصر کې د وروستي اړودوړ له امله امريکې خپلې لويې پوځي بېړۍ چې الوتکې هم لېږدوی، د مصر سمندري غاړو ته لېږلې دي. امريکا وايي، چې دغه بېړۍ يې د دې لپاره لېږلې دي چې د اړتيا پر وخت له مصر څخه د امريکايي اتباعو د ايستلو په چارو کې مرسته وکړي. داسې ښکاري ، چې امريکا د مصر له وضعيت څخه او د اخوان المسلمين د واکمنۍ له ګواښ څخه سخته اندېښمنه ده.