
۱. هدف ټاکل
هدف د ژوند مسیر ټاکي. که تاسو خپل هدفونه مشخص کړئ، نو تاسو به پوه شئ چې په ژوند کې څه غواړئ او څنګه یې ترلاسه کولی شئ. له همدې کبله خپل اوږدمهاله او لنډمهاله هدفونه ځان سره یاداښت کړئ، او بيا يې د تطبيق لپاره یو پلان جوړ کړئ. دغه راز په دوامداره توګه خپل پرمختګ وارزئ او که اړتیا وي، نو پلانونه مو له سره اصلاح کړئ.
۲. د مثبت فکر کولو عادت جوړ کړئ
مثبت فکر کول د ژوند په هر اړخ کې اغېزمن تمامېږي. منفي فکرونه یوازې ستونزې زیاتوي.
هڅه وکړئ تل د ستونزو پر ځای حل لارې وګورئ. د شکر ادا کولو عادت ځان کې پیدا کړئ او له هغو خلکو سره ملګرتیا وکړئ چې مثبت فکر لري.
۳. زده کړه وکړئ؛
د زده کړې پروسه هېڅکله پای ته نه رسېږي. په خپل مسلک او شخصیت کې پرمختګ وکړئ.
کتابونه ولولئ، نوي مهارتونه زده کړئ، او نوې تجربې ترلاسه کړئ. همدارنګه د خپلو کمزوریو او تېروتنو تحلیل وکړئ او د هغوی لپاره حل لارې پیدا کړئ.
ورسره په څنګ کې په کورسونو کې ګډون وکړئ او يا هم آنلاین زده کړو ته لاسرسی ولرئ.
۴. منظم ژوند
بې نظمي ژوند خرابوي. د وخت او منابعو ښه استعمال د ژوند پر کیفیت ډېر اغېز لري، ځکه خو اړتيا ده چې د خپلو ورځنیو کارونو لپاره یو مهالویش جوړ کړئ. دغه راز خپل کور، دفتر او شاوخوا چاپېریال پاک او منظم وساتئ او د مهمو کارونو لپاره لومړیتوبونه وټاکئ.
۵. روغتیا ته پام کول؛
ښه روغتیا د کامیاب ژوند اساس دی. که روغتیا نه وي، نو هېڅ هدف نه ترلاسه کېږي, همدارنګه د خوب لپاره یو منظم مهالویش جوړ کړئ. مناسب خواړه وخورئ او فزیکي فعالیت وکړئ. ورسره څنګ کې د ذهني روغتیا لپاره ارام او مراقبت وکړئ.
۶. له نورو خلکو سره اړیکې جوړې کړئ؛
ښه اړیکې ستاسو ژوند ته خوښي او ملاتړ راولي.
له کورنۍ، ملګرو او همکارانو سره مثبت اړیکې وساتئ. د اړیکو لپاره وخت ځانګړی کړئ او د نورو خلکو احساساتو ته احترام ورکړئ. که شخړې مو تر منځ وجود ولري، هڅه وکړئ په نرمه لهجه یې حل کړئ.
۷. له ستونزو سره مقابله کول؛
ژوند ستونزې لري، خو که د هغوی سره د مثبت فکر او زغم سره مقابله وکړئ، نو پیاوړی به شئ. ستونزې د پرمختګ لپاره فرصتونه وګڼئ. د ناکامۍ پر ځای د تجربو په زده کړه تمرکز وکړئ او که اړتيا وي، له نورو خلکو څخه مرسته وغواړئ.
۸. د وخت مدیریت
وخت ستاسو تر ټولو ارزښتناک سرچینه ده. که د وخت مدیریت وکړئ، نو تاسو به ډېر څه ترلاسه کړئ. د بې ځایه مصروفیتونو څخه ډډه وکړئ.
د مهمو کارونو لپاره ټاکلي وخت او د هرې ورځې لپاره مشخص اهداف وټاکئ.
بريا ستاسې ده.