پر خبریالۍ د مصنوعي ځیرکتیا اغېزې

شالید
مصنوعي ځیرکتیا په کمپیوټر ساینس کې یو تخصص دی چې دنده یې د داسې سیسټمونو جوړول دي چې د انسانانو ځیرکتیا/هوش کاپي کولی شي.
 
زرګونه کاله مخکې اختراع کوونکو د automatons  په نوم داسې میکانیزه شیان جوړول چې د انسان له دخالت پرته یې حرکت کولی شو. د ۱۹۰۰ تر ۱۹۵۰ کلونو ترمنځ د مصنوعي انسانانو د جوړولو خبرې پیل شوې، هغه څه چې موږ یې اوس روباټ بولو. د robot کلمه په ۱۹۲۱کال کې په یوه ګېم کې په لومړي ځل وکارول شوه. جان مک کارتي (John McCarthy) په ۱۹۵۵ کال کې په لومړي ځل د مصنوعي ځیرکتیا یا  (Artificial Intelligence) کلمه وکاروله او همدی یې مخترع هم و نومول شو.
 
مصنوعي ځیرکتیا هغه وخت په نړۍ کې غوغا جوړه کړه چې د ۲۰۲۲کال په نومبر کې ChatGPT نړۍ ته ور وپېژندل شوه او د راپور لیکلو، شعر لیکلو، کوډنګ او هر ډول پوښتنې ته د منطقي او چټک ځواب ویلو وړتیا یې پیدا کړه. دا د (Open AI) شرکت تولید و. په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې نړۍ کې پر مصنوعي ځیرکتیا څه د پاسه ۹۰میلیارده ډالره پانګونه شوې وه خو راتلونکي پرمختګونه یې د وړاندوینې وړ نه دي او هغه ګنګوسې چې اوس یې د راتلونکي په اړه کیږي د بشر لپاره بوږنوونکي دي.
 
مصنوعي ځیرکتیا په لومړي ځل په ژورنالیزم کې کله وکارول شوه؟
د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلونو ترمنځ د کمپیوټر په مرسته راپورونه تولیدېدل او د ډېرې ډېټا د تنظیم لپاره له ډېټابېسونو او ډیجیټلي توکو ګټه اخیستل کېده چې دا په حقیقت کې د مصنوعي ځیرکتیا ماشومتوب خو د یو لوی بدلون لپاره لومړني ګامونه وو.
 
په ۲۰۰۰م کلونو کې د خاصو الګوریتمو په مرسته او په اتومات ډول د هوا حالاتو، لوبو پایلو او ساده مالي راپورونو جوړېدل پیل شول چې پر خبریالانو یې کاري فشار هم کم کړ. په همدې شاوخوا کلونو کې د طبیعي ژبې نسل NLG یا (Natural Language Generation) معرفي شو. د طبیعي ژبې نسل د انسان-ماشین او ماشین-انسان ترمنځ تعامل دی چې مصنوعي ځیرکتیا یې پر لیکلي یا شفاهي مطلب د لویې ډېټا د بدلولو لپاره کاروي. دا ژبه د منځپانګې د شننې، پر ډېټا د پوهېدلو، د اسنادو تنظیمولو، د موضوع د ښه درک لپاره د جملو راټولولو، د متن د لا روښانېدو لپاره د ګرامري جوړښتونو کارولو او د کاروونکي په خوښه په مناسبه ژبه د مطلب وړاندې کولو دندې لري. دا ژبه که څه هم په لومړي ځل په ۱۹۶۰ لسیزې په منځنیو کلونو کې منځ ته راغله خو په لومړي ځل ترې په ۱۹۹۰م کلونو کې ګټه واخیستل شوه.
 
د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ له مصنوعي ځیرکتیا د مخاطبانو په خوښه د خبرونو وړاندې کولو، Fact Checking او له ناسمو مالوماتو سره د مبارزې لپاره کار اخیستل کېده.
 
اسوشیټیډپرس او واشنګټن پوسټ په ۲۰۱۴ کال کې لومړنۍ رسنۍ وې چې د خبریالۍ په کار کې یې له مصنوعي ځیرکتیا کار واخیست. د اسوشیټیډپرس اقتصادي برخې له مصنوعي ځیرکتیا د اوونیزو عوایدو راپورنو برخه کې کار واخیست چې دې چارې په یوه ربع کې د دوی راپورونه له ۳۰۰ بیا ۳۰۰۰ ته پورته کړل. واشنګټن پوست د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د ښوونځیو په کچه د فوټبال لوبو د پایلو راپورونه جوړول.
 
چین د ځمکې پر سر لومړنی هېواد و چې په لومړي ځل یې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته جوړ شوي د خبرونو دوه ویاندویان معرفي کړل، دا ۲۰۱۸کال و. له چین وروسته، هند، کویټ، یونان، ټایوان او وینزویلا نور هغه هېوادونه دي چې دا ډول د خبرونو ویاندویان یې معرفي کړي دي.
 
 امریکايي رسنۍ Channel 1 په ۲۰۲۴ کال کې په همدې برخه کې یو بل ستر بدلون رامنځته کړ. دغه چینل لومړنی هغه دی چې یوه بشپړه ویډیویي خپرونه یې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د جوړو شویو خبریالانو او ویاندویانو په مرسته وړاندې کړه.
 
په ژورنالیزم کې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته له جوړو شویو ویاندویانو ګټه اخیستل تر ټولو مشهود او لوی انقلاب دی خو دا په خبریالۍ کې د مصنوعي ځیرکتیا یوازینۍ ونډه نه ده.
 
پر ژورنالیزم د مصنوعي ځیرکتیا مثبتې اغېزې
مصنوعي ځیرکتیا په ټوله کې په درېیو لویو برخو کې د خبریالۍ په بهیر کې ورګډېلی شي.
۱- د خبرونو راټولول:
تر ټولو لویه مرسته چې مصنوعي ځیرکتیا یې له خبریالانو سره کوي هغه د خورا ډېرې او ژورې ډېټا تحلیلول، لنډول او په هغو کې د یوې داسې سوژې را پیدا کول دي چې د راپور وړ وي. خبریالان اوس د ډېټا راټولولو او د ډېرو مالوماتو تنظیمولو له فعالیتونو څخه چې په خبریالۍ کې ورځني او ستړي کوونکي دي، خلاص شوي او دا چاره د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته ژر او په غوره توګه کوي. دې چارې اوس خبریالانو ته دا فرصت ورکړی چې د دا ډول وړو کارونو پرځای پر نوښتونو، لویو او د څېړنې وړ سوژو فکر او کار وکړي.
 
۲-د خبرونو تولیدول:
په دې برخه کې د متنونو، انځورونو او ویډیوګانو تولید شامل دی. د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته تاسو یوازې د یوه راپور اړین او لوی فاکټونه پیدا کوئ او دغې ځیرکتیا ته یې ورکوئ چې ستاسو په خوښه او اندازه راپور درته ولیکي. په دې برخه کې، د چاپي، راډیویي، ټلویزیوني او نورو ډولونو راپور بڼه او د راپور اوږدوالی هم تاسو ټاکلی شئ. د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د انځورونو تولید خبریالانو ته دا وړتیا ورکوي چې له سرچینې د انځورونو د اخیستلو پرته پخپله هر ډول انځور تولید کړي، البته د کیفیت له اړخه په کامره اخیستل شوي انځورونه غوره دي. مصنوعي ځیرکتیا اوس په نړۍ کې د هرچا په څېره او په هره ژبه ویډیو تولیدولی شي. د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د خبرونو جوړ شوي ویاندویان یې غوره بیلګه ده چې عملآ یې کارول هم پیل شوي دي خو جالبه برخه یې لا دا ده چې کله د چینل ون (Channel1) کارکوونکو د فرانس ۲۴ چینل د یو خبریال فرانسوۍ خبرې په هماغه ځای کې په انګلسي ژبه واړولې. یانې، یو خبریال چې د یوې طبیعي پېښې راپور یې په فرانسوي ژبه ورکاوه، پرته له دې چې د شونډو په خوځښت او د غږ  په ټُن کې یې بدلون راشي هماغه خبرې یې له هماغه ځایه په هماغه حالت په انګلسي ژبه کولې. د ژباړې اسانیتاوې د مصنوي ځیرکتیا یوه بله ښیګڼه ده چې په خبریالۍ کې په غالب ګمان تر ټولو ډېره کارول کیږي. مصنوعي ځیرکتیا اوس په خبریالۍ کې د ژبې هرډول پولې او خنډونه لمنځه یوړل. خبریالان اوس د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته نه یوازې متن ژباړلی شي بلکې یو متن په اډیو بدلولی شي او برعکس یوه اډیو یا ویډیو بیرته په متن هم بدلولی شی.
 
۳-د خبرونو توزیع کول:
په دې برخه کې د خبرونو ویشل یا خپرول، د خپرولو لپاره په تګلاره جوړولو کې مرسته، او د نویو کاروونکو او څارونکو راجلبول شامل دي.  په کوم خبر ډېر کلېک شوی دی؟، په کوم خبر کې لوستونکي/لیدونکي ډېر تم شوي دي؟، په ټولنیزو رسنیو کې کوم وخت پوسټ وشي غوره به وي؟، کوم سرلیک ډېر اغېزناک دی؟ او کوم ډول منځپانګه غوره ده؟ دا هغه پوښتنې دي چې مصنوعي ځیرکتیا یې ځوابوي او په نهایت کې د رسنیو له مشرتابه سره د تګلارو په جوړولو کې مرسته کوي.
 
پر خبریالۍ د مصنوعي ځیرکتیا منفي اغېزې
د خبریالۍ په کار کې له مصنوعي ځیرکتیا له امله تر ټولو ستره اندېښنه دا ده چې د دغې ځیرکتیا په مرسته جوړ شوي راپورونه او موضوعات د الګوریتمو په مرسته راټولیږي او انسان پکې هېڅ ښکېل نه دی نو ځکه خو له تعصب، تبعیض او طرف نیولو پاک نه دي.
 
بله اندېښنه دا ده چې په خبریالۍ کې د مصنوعي ځیرکتیا ورګډول کولی شي د انسانانو ځای ونیسي په ځانګړې توګه د راپور ورکولو/ویلو یا د خورا ډېرې ډېټا تحلیلولو او لنډولو په برخو کې.
 
مصنوعي ځیرکتیا د خپلو الګوریتمو په مرسته لوستونکو ته یوازې هغه موضوعات وړاندې کوي چې د دوی د خوښې وړ دي او په نړۍ کې د شته نورو مختلفو موضوعاتو څخه یې لرې ساتي. دا برخه له خلکو د شننې او د بېلابېلو  نظرونو په اړه د فکر کولو او نوښت وړیتا اخلي او په پایله کې یو تقریبا منفعله ټولنه او وګړي رامنځته کیږي.
 
مصنوعي ځیرکتیا د اصطلاحاتو، متلونو او د بېلابېلو کلتورونو د کانټکسټ تفکیک نشي کولی ځکه خو راپورونه او مطالب کېدلی شي چې ناسم و اوسي او ټولنه کې ستونزې رامنځته کړي.
 
په خبریالۍ کې اخلاق، حساسیتونه او نورې ګڼې ټولنیزې او دودیزې باریکۍ نور هغه موارد دي چې یوازې یې انسانان درک کولی او پلي کولی شي، مصنوعي ځیرکتیا په دې برخه کې عاجزه ده.
 
نو آیا مصنوعي ځیرکتیا په ژورنالیزم کې د انسانانو ځای نیسي؟
مخکې له هغې چې دې پوښتنې ته ځواب ووایم، د یادونې یې بولم چې مصنوعي ځیرکتیا لومړنۍ ټکنالوژي نه ده چې د ژورنالیزم کارونو ته د ننه شوې ده او د خبریالۍ بهیر ترې اغېزمن شوی دی.
 
په پنځلسمه زیږدیزه پیړۍ کې ورځپاڼې چې هغه وخت یوازینۍ ټولیزه رسنۍ وه د انسانانو لاسونو په مرسته تولیدیدې او دې بهیر څلور پیړۍ دوام وکړ او بلاخره په نولسمه پیړۍ کې د انسان په لاس د ورځپاڼو چاپېدونکی بهیر د بخار په مرسته چلېدونکي ماشین ته واوښت او دې ماشین داسې شرایط برابر کړل چې ورځپاڼې د تېر پرتله لا ډېرې او ژر چاپ شي.
 
په نولسمه پیړۍ (۱۸۳۰-۱۸۶۰) کې ټیلیګراف د ژورنالیزم ژوند ته د ننه شو او دې سره خبرونه تر خورا پراخې جغرافیې رسېدل.
 
په ۱۸۸۰م کلونو کې د لینوټایپ (Linotype) په نوم ماشین رامنځته شو چې د متن لپاره به یې توري تنظیمول. له دې ماشین مخکې دا مسوولیت د انسانانو د ګوتو په مرسته کېده.
 
په شلمه پیړۍ کې د راډیو او ورپسې د ټلویزیون منځته راتګ په ژورنالیزم کې لوی تحول رامنځته کړ چې خبرونه یې له چاپي بڼې او بیا یوازې له غږه و ایستل او تصویري بڼه یې ورکړه.
 
له ټلویزیون وروسته، ډیجیټالي انقلاب چې پکې کمپیوټر، موبایل او ټولنیزې رسنۍ وزیږېدلې د خبریالۍ فعالیتونو ته یوه بله بڼه ورکړه.
 
ژورنالیزم د ټکنالوژۍ په برخه کې دا ټول بدلونونه ومنل او هضم یې کړل چې نه یوازې یې دا مسلک اغېزمن نه کړ بلکې د نړۍ له پرمختګونو سره یې هم‌لاری کړ. نو، مصنوعي ځیرکتیا له شک پرته په ژورنالیزم کې د انسانانو ځای نېولی شي خو د دندو نوي فرصتونه هم رامنځته کوي.
 
مصنوعي ځیرکتیا په خبریالۍ کې کومې دندې رامنځته کولی شي؟
د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د تولید شوي متن او منځپانګې د ارزولو متخصصین، د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د تولید شوې منځپانګې د اخلاقي اصولو، روڼتیا او خصوصي حریم د ارزولو متخصصین او د څیړنیزو راپورونو لپاره د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د ډېټا د راټولولو متخصصین؛ ځینې هغه دندې دي چې مصنوعي ځیرکتیا یې په خبریالۍ کې رامنځته کولی شي. د یادونې ده چې د مصنوعي ځیرکتیا روان مخکې تګ ته کتو ستونزمنه ده چې د دې پدېدې کره وړاندوینه وشي.
 
اخلاقي موارد
په ژورنالیزم کې د مصنوعي ځیرکتیا کارونې اخلاقي اندېښنې هم راپورته کړي دي او اړتیا ده چې رسېدنه ورته وشي. د خبریالانو او ایډیټرانو لپاره د مصنوعي ځیرکتیا سواد خورا اړین دی ترڅو هم له مصنوعي ځیرکتیا ګټه اخیستل شوي وي او هم د ژورنالیزم اصول مراعت او پرسټیژ یې ساتل شوی وي. د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته پر تولید شویو متنونو باید څار زیات شي ترڅو د متنونو کره والی وساتل شي. په حکومتي کچه هم باید د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې لپاره اصول وټاکل شي ترڅو د ډېټا د ناسمې کارونې مخه ونیول شي. د دې لپاره چې له مصنوعي ځیرکتیا څخه په ژورنالیزم کې مناسبه ګټه اخیستل شوي وي، د خبریالانو، ټکنالوجیسټانو او د عامو خلکو ترمنځ خبرې او ګډکار اړین دی. که پورته موارد په سم ډول پلي شي نو په ژورنالیزم کې به د مصنوعي ځیرکتیا کارول مثبت او اغیزمن وي.
 
پایله
په خبریالۍ کې د مصنوعي ځیرکتیا کارولو که له یو اړخه په ډېټا کې دقت پیدا کړی خو له بلې خوا د انسانانو لپاره د دندو کمېدل، د ناسمو مالوماتو د خپرېدو احتمال او پر ټکنالوژۍ د نامحدودې اتکا ګواښونه هم رامنځته کړي دي. پر خبریالۍ د مصنوعي ځیرکتیا له اغیزو او دغه مسلک ته د مصنوعي ځیرکتیا له ورننوتلو که څه هم انکار نشي کېدلی خو اړتیا ده چې د خبریالۍ او ټکنالوژیک پرمختګ ترمنځ توازن رامنځته شي. له دې ټولو سره سره، داسې نه انګېرل کیږي چې مصنوعي ځیرکتیا دې په بشپړه توګه په خبریالۍ کې د انسان ځای ونیسي په ځانګړې توګه د څیړنیزو راپورونو، اخلاقي پرېکړو او په کارونو کې د نوښتونو رامنځته  کولو په برخو کې ځکه دا ځیرکتیا خپل کار د شته، تولید شوي او لیکل شوې ډېټا پر بنسټ مخته وړي او په خپله د یو نوي څه د تولید او رامنځته کولو وړتیا نه لري.