البرادعي پر امريکې نيوکه وکړه

د (لوفيګارو) فرانسوۍ ورځپاڼې د رپوټ له مخې دنوبل جايزې ګټونکي او د اتومي انرژۍ نړيوال سازمان پخواني مشر او دمصر وتلي سياستوال محمد البرادعي د مصر پر وړاندې د امريکې پر سياستونو نيوکه کړې او هغه يې ناهيلی کوونکي ګڼلي دي.البرادعي له سي ان ان سره په مرکه کې ويلي، چې دی د امريکې له خوا د نا مناسب غبرګون د ښودلو له امله خواشينی دی. د ده په وينا امريکا کله وايي، چې مبارک دې لاړ شي او کله بيا وايي چې مبارک دې پاتې شي او همدا خبرې د ناهيلۍ لامل ګرځي. البرادعي د مصر د خلکو له لاريونونو کلک ملاتړ کوي او د دوی تر څنګ ولاړ دی او د مصر د ولسمشرۍ لپاره احتمالي کانديد هم دی.