په سر پل کې  وسله والو د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړی

پرون يو شمېر وسله والو کسانو د سر پل ولايت په سوزمه قلعه سيمه کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړ. د خبر له مخې پوليسو دغه بريد شنډ کړی دی او د غلام سخي په نامه يې د وسله والو يو تن قومندان وژلی دی. په دغه بريد کې يو تن پوليس هم وژل شو ی دی. طالبانو تر اوسه د دغه بريد په اړه کومه تبصره نه ده کړې.