بصيرت

لیکوال: جبران خلیل جبران
ژباړن: محمد قسیم
د پټي په منځ کې د یوې رڼې ویالې په غاړه مې د مرغۍ یوه پنجره تر سترګو شوه چې سیخان یې په ماهرانه ګوتو جوړ شوي وو. د پنجرې په یو کونج کې یوه ښکلې مرغۍ مړه پرته وه او په بل کې یې دوه لوښي – یو له اوبو تش او بل له دانې. زه هلته داسې غلی ودریدم لکه دغه مړه مرغۍ او د اوبو شرهار چې د ژورې چوپتیا او اطاعت او د ضمیر او د زړه د غږ اوریدنې د څیړنې او فکر کولو وړ وي.
له ځان سره تر یو څه فکر کولو وروسته پدې پوه شوم چې دغه بیچاره مرغۍ د روانو اوبو د ویالې تر څنګ له تندې او د شین پټي په منځ کې له لوږې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی داسې لکه یو بډای انسان چې د اوسپنیزو دیوالونو تر شا بند شي او د سرو او سپینو د انبارونو په منځ کې له لوږې ساه ورکړي.
ما ولیدل چې زما په وړاندې ناببره دغه پنجره د انساني بدن په چوکاټ او مړه مرغۍ د انسان په زړه بدل شول، چې له یو ژور زخم څخه یې وینې څڅیدلی او د یوې غمیدلې ښځې د شونډو په څیر ښکاریدی. له زخم څخه یو غږ راپورته شو.
زه د انسان زړه، د مادې بندي او د ځمکني قانون قرباني یم.  ”
د خدای د ښکلا په پټي او د ژوند د ویالې پر غاړه زه د انسان د جوړو کړو قوانینو په پنجره کې بندي وم.
زه د ښکلي کایناتو په مرکز کې د بې پروایۍ له امله مړه شوم ځکه چې زه د خدای د سخاوت له ازادۍ څخه د خوند اخیستلو څخه محرومه شوې وم. 
د انسان له نظره د ښکلا هر هغه څه چې زما مینه او لېوالتیا راویښوي سپکوونکی دی. د هغه د قضاوت له مخې هر هغه ښه چې زه یې ترلاسه کول غواړم بې ارزښته دي.
زه د انسان له لاسه وتلې زړه یم، د انسان د اوامرو په ناوړه زندان کې بندي، د ځمکني حاکمیت په زولنو تړلی، د خندني انسانیت په لاس مړ او له یاده وتلی چې ژبه یې تړلی او سترګې یې له ښکاره اوښکو خالي دي.
ما دا ټول الفاظ واورېدل او ومې ولیدل چې دا له زخمي زړه د نرۍ وینې له ویالې سره راښکاره کیږي. “
نور هم ډېر څه وویل شول خو زما ګردجنو سترګو او چیغو د نور لیدلو او اوریدلو تاب نه درلود.