خو د ښه او لؤړ شخصیت درلودل، د ښو او نیکو خویونو د درلودلو تر څنګ، ځانګړي مهارتونه او بېلابېل هنرونه هم غواړي. نو، بناءً که تاسې له ځانه یو ښه ،مطرح او ټولمنلی شخصیت جوړول غواړئ، نو باید لومړی پخپل ځان باور ترلاسه کړئ، د ژوند په تجربو مو تمرکز زیات کړئ، خپل ځان ته مو خپله ارزښت ورکړئ، ويښ، بیداره، مرتب اومنظم واوسئ او د ستونزو په وړاندې مبارزه پېل کړئ.
ښه او منظم شخصیت لرل دهر انسان هیله ده، که تاسې غواړئ یو ښه شخصیت ولرئ، لاندې لیکنه ستاسو سره دښه شخصیت په جوړونه کې مرسته کولای شي.
که تاسو غواړئ چې یو ښه او ټولمنلی شخصیت ولرئ نو:
۱- ددنیا په هېڅ کار کې (که دیني وي، یا دنیوي وي) افراط او تفریط مکوئ! د اسلام سپېڅلی دین د سولې او اعتدال(میانه روي) دین دی، د افراط (زیاتوالی) او تفریط (کموالی)دین نه دی. یاني؛ هغه څه باید وشي چې نه زیات او نه کم وي . په چارو کې زیاتوالی او کموالی شکونه، شکایتونه ،ستونزې او په ځان بې باوري رامنځته ته کوي.
۲- په خپل ژوند کې دروغ مه وایئ او تل ریښتیني اوسئ ! د ښه شخصیت جوړونې لپاره یوه بله ښه ځانګړنه هم دا ده چې تاسو باید تل صادق، مخلص، وفاداره او ژمن و اوسئ!
او هېڅکله!
او په هېڅوخت کې دروغ ونه وایئ.
دروغ ویل ددې تر څنګ چې تاسې د ټولنې په منځ کې د ټول عمر لپاره بې باوره کوي، بلکې تاسو لټۍ ته هم هڅوي، ځکه چې که تاسو نن احیاناً یو کار ونه کړئ نو سبا مجبور یاست خپل رئیس /مدیر ته دروغ (بهانه) وکړئ، تر څو د لڼډ مهال لپاره ځان له ملامتۍ خلاص کړئ، خو ددې لټي له امله به په راتلونکي کې هم دې کار ته اړ کېږئ؛ ددې لپاره چې ښه مخته ولاړ شئ، باید تل ریښتیني اوسئ.
۳- پاک، صاف، مرتب او منظم واوسئ. د خپل وجود ظاهر (قیافه،قواره،جامې)ته ارزښت ورکړئ. خپل لباس، ويښتانو او حرکاتو ته بشپړ پام وکړئ. البته له دې څخه موخه دا نه ده، چې له کلتور،عنعناتو او مرؤج فرهنګ خلاف ځينو کړنو ته مخه کړو، امّا! کولای شو، مناسبې او پاکې جامې واغوندو، همدارنګه د جامو په ټاکنه او انتخاب کې باید خپل عمر، موقف ،دنده،د موسم حالات او….. هم په نظر کې ونيسو تر څو مقابل لوری مو جامو ته په کتو د حيرانتیا پر ځای د آرامۍ احساس.
۴- ټولنیزې اړیکي ښې وپالئ. ښه اخلاق ، ښه راشه درشه، او ښې اړیکې د ټولنیز ژوند د ښه سینګارولو لپاره جامه ده. د ښه شخصیت خاوندان تل له ملګرو سره له ښه چلند او ښه سلوک څخه کار اخلي. که تاسې ټولنیزې اړیکې ښې او پراخې کړئ، نو ، څومره چې مو اړیکې پراخېږي ، هومره مو شخصیت ورسره لوړېدای شي.
۵- له خپل ځان سره فکر وکړئ، چورت ووهئ، او له ځان څخه وپوښتئ چې زه ولې ښه شخصیت نه یم؟
تاسو څوک یئ؟
کومې ځانګړتیاوې لرئ؟
کومې نیمګړتیاوې لرئ؟
په ملګرتيا، مسافرت، دفتر، سوداګریز ژوند ، په کلي او ګاونډ کې په فرهنګي، اقتصادي ، سیاسي او نورو مسئلو کې ستاسو ارزښتونه څه دي؟
ستاسو لومړیتوبونه څه دي؟
خپل ارزښتونه او لومړیتوبونه مو دقیق وپېژنئ !
او یو منظم لیست یې جوړ کړئ.
لاسته راغلي لغاتونه بې ځایه کلمې نه دي بلکې همدا ارزښتونه ستاسو د شخصيت اصلي ټکي دي.
۶- د نورو خلکو د قضاوت په اړه خپله وېره په بشپړه توګه ختمه کړئ!
موږ اکثره له دې وېرېږو، چې خلک به زموږ په اړه څه وايي؟
دا ددې لامل کېږي، چې خپل ځان سانسور کړو.
او د خپل شخصيت د ودې او پرمختګ مخه خپله ډب کړو.
ځينې وخت خو ؛ آن خلک زموږ په اړه هېڅ قضاوت نه کوي، موږ یې بالکل هېر یو، خو موږ وېره لرو. چې خلک به زکوږ په اړه څه وایي؟ نو له دې امله خپل ځان ځوروو.
که څوک زموږ شخصيت وننګوي او پر موږ وخاندي بايد غلي نه شو. مقابل شخص سره بايد د خبرو له لارې ستونزه حل کړو، که داسې و نه کړو عقده به مو په زړه کې ځای ونيسي او عقده مو شخصیت ډېر زیات خرابوي.
۷ -خپلې د ژوند مهمې موخې مو وپېژنئ. کله چې مو خپل ارزښتونه وپېژندل نو خپلې موخې مو هم واضح کړئ. غواړئ څه اوسئ؟ غواړئ څه وکړئ؟ بايد پوه اوسئ چې د نړۍ انسانان يو ډول نه دي! او موخې هم بدلې وي. له ده وروسته خپلو موخو پسې کوټلي ګامونه واخلئ.
باید ووایم چې موخې ته رسېدل سخت نه وي خو پيل سخت وي. کوښښ وکړئ هر څومره ژر چې کېږي د خپلو موخو پسې تګ پيل کړئ، بریالي خلک تل پر ځان باور لري؛ نو ځکه خو ځان ته هدف هم ستر ټاکي. که تاسې کوچنی هدف وټاکئ، نو ممکن ژر یې ترلاسه کړئ؛ ښه خبره دا ده چې ځان ته ستر هدف وټاکئ، خو هدف باید دومره ستر هم ونه اوسي داسې چې رسېدل ورته ناممکن وي بلکه خپل هدف دوخت، عمر او امکاناتو مطابق وټاکل شي همدغه راز خپل خیالات او تصوراتو ته په سپکه مه ګورئ، بلکې خپلو چارو ته لا ښه پام وکړئ او د خپل هدف شاه ونیسئ.
۸- د نورو ملګرو په اړه هېڅکله ډېر فکر مه کوئ! پر نورو خلکو او د نورو خلکو پر کارونو/کړنو تمرکز تاسو له خپل ځانه لرې کوي. کوښښ مه کوئ چې فکري تمرکز مو د نورو خلکو د کارونو له امله خراب کړئ. کله چې تاسو خپل ځان ته فکر و نه کړئ، خپل شخصيت مو له خطراتو سره مخ کېږي.
۹- په مجلس کې له ملګرو سره، لږ خو؛ منطقي وغږېږئ. ستاسو الفاظ ستاسو د شخصيت نمایندګي کوي. که په یوه مجلس کې سم او منطقي غږېږئ نو ناست خلک مو په اړه مثبت فکر کوي. په مجلس کې ډېرې خبرې او د مجلس اغوا کول او بل چاته نوبت نه ورکول ؛ ستاسو د ناسم شخصیت انځور خلکو ته وړاندې کوي.
۱۰- خپل وخت مو دقیق اداره کړئ! انسان د خپل عمر په جریان کې یو تر ټولو ارزښتناکه شی، چې لري،هغه د وخت درلودل دی. که موږ هر څومره شتمني ولرو، خو د وخت غوندي مهم شی پرې نه شو اخیستلی. د نن ورځې یوه لحظه په میلیاردونو پېسو واپس لاسته نشئ راوړلی. انګرېزان متل کوي چې (Time is money/gold)یعنې وخت د زرو څخه زیات قیمت لري. بریالي اشخاص تل له خپل وخت څخه ښه ګټه پورته کوي، دوی همداراز له ځان سره د ورځنېو بوختیاوو یو مهالوېش هم لري، چې خپلې چارې د همدې مهالوېش مطابق مخته وړی.
۱۱- مسؤلیت مننونکي اوسئ. مسؤلیت ستاسو چارې ښې تنظیموي او تاسو خپلو چارو سره محتاط کوي؛ څو له تېروتنو وژغورل شئ. بریالي اشخاص تل خپل مسؤلیت په ډېر ویاړ مخته وړي او په دې خوښ وي چې د خپلې رشتې له ادرسه هېوادوالو ته خدمت کوي. هر شخص د ټولنې یو غړی بلل کیږي او ددې ټولنې په جوړښت او سمون کې باید مسؤلانه رول ولوبوي.
وروستي