همګټي هېوادونه چې د مشترک المنافع هېوادونو يا (Commonwealth of Nations) په نامه هم يادېږي یوه نړیواله ټولنه ده چې د مختلفو هېوادونو ترمنځ د همکاریو، فرهنګي تبادلې، او سیاسي اړیکو د پیاوړتیا لپاره جوړه شوې ده. دا سازمان د ۵۳ غړو هیوادونو یوه پراخه ټولګه ده چې په نړۍ کې د مختلفو تاریخونو، کلتورونو او اقتصادي حالتونو سره په ګډه فعالیت کوي.
دوی د برتانوي امپراتورۍ د تاریخ یوه برخه ده او په اصطلاح له موزمبيق او کامرون هېوادونو ماسوا نور ټول هغه هېوادونه دي چې يو وخت پرې برتانيا راج کاوه . زموږ د افغانستان د شاوخوا هېوادونه لکه پاکستان، هند، بنګله دېش، نيپال سريلنکا څخه ان تر زمبابوې پورې یې ۵۶ هېوادونه غړيتوب لري چې په دې ډول دي:
بوتسوانا، کامرون، ګابون، ګامبیا، ګانا، کينيا، ایسواتيني (اسواتيني سلطنت)، ليسوتو، مالاوي، موريتس، موزمبیک، ناميبیا، نایجیریا، روانډا، سېشل، سيرا ليون، جنوبی افریقا، توګو، اوګانډا، ټانزانیا، زامبیا
بنګلادیش، برونای دارالسلام هند، مالیزیا، مالدیف، پاکستان، سینګاپور، سریلانکا، انټيګوا او باربودا، بهاماس، بارباډوس بليز، کاناډا، ډومنيکن جمهوريت ، ګرېنېډا، ګويانا، جاميکا، سينټ لوسيا، سینټ کټس او نيوس، سينټ ونسنټ او ګريناډينز، ټرينيډ او ټوباکو، قبرس، مالټا،برتانیآ، استراليآ، فيجي، کريباټي،نايرو، نوی زيلانډ، پاپوانيوګيني، ساموا، د سليمان ټاپوګان، ټونګا ، ټووالو او وانواټو هېوادونه دي.
ددې سازمان مشر د برتانيا پاچا (درېيم چارليس ) دی چې د ټولو ۵۶ هېوادونو تر منځ او ددې سازمان د يووالي سمبول یې ګڼي . د دې سازمان بنسټ په ۱۹۳۱ کې د وستمنستر د قانون له مخې کېښودل شو، چې له مخې یې د انګلستان د هندي شاهي حکومت لاندې هیوادونو ته خودمختاري ورکړل شوه. د دویمې نړیوالې جګړې وروسته، دغه سازمان زیات غړي ګډون وال شول او په تدريجي توګه یې د خپل غړیتوب شرایط بدل کړل، ترڅو د مختلفو هیوادونو لپاره د ګډون فرصتونه برابر کړي. مشترک المنافع د غړو هیوادونو کې په عموم کې د انګلیسي ژبې کارول عام دي، چې دا د همکاریو او اړیکو لپاره اسانتیاوې برابروي. همدارنګه، دغه هیوادونه د متنوع کلتورونو او دودونو درلودونکي دي، چې د فرهنګي تبادلې لپاره غوره فرصتونه برابروي.
د مشترک المنافع هیوادونه هڅه کوي چې د اقتصادي همکارۍ، تجارتي اړیکو، او پانګونې فرصتونو په موخه د نوو میکانیزمونو پراختیا ته کار وکړي. د اقتصادي ودې لپاره د ځوانانو روزنه او د نوښت په برخه کې همکاري د دې سازمان مهمه برخه ده.
د مشترک المنافع هیوادونو وروستۍ ناسته يا سرمشریزه د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په پای کې په سامووا کې جوړه شوه، د هعو ګډونوالو لخوا چې د تېرو دريو سوو کلونو کې یې د برتانوي امپراتوري پر مهال هېوادونه استثمار شوي وو په يوه خوله غږ پورته شوو چې انګلستانه! پیسې مو بیرته راکړه! د نړۍ دې ۵۶ هیوادونو د هغو تاریخي پورونو پر بیرته راستنولو ټینګار کاوه چې برتانيا ترې هغه وخت کې چې دا هېوادونه یې مستعمرې وې ګرځولې او غصب کړې دي.
لويه بریتانیا يا په اصطلاح برتانيای کبیر چې د نړۍ ستره امپراتوري وه او د ډېری هېوادونو منابع او شتمني یې له ځان سره وړې دي او په کوم ځای کې چې برتانوي عسکر پښه ایښې وه، هلته قحطي او بې وزلي ان تر نن ورځې پورې دوام لري. مشترک المنافع هېوادونه چې زياتره یې تر اوسه پورې لا هم په فقر کې ژوند کوي اوس له برتانيا څخه د استعمار د وخت د شتمنیو او پيسو بيرته ورکول غواړي.
برتانیا له دری پیړيو څخه ډېر پر مشترک المنافع هېوادونو واکمن وو . برتانوي استعمار په کاناډا، هند، افریقا، کیریبین سیمو او نورو هیوادونو او سیمو کې د ويجاړي نښانې پرېيښې دي. د تیرې پیړۍ په پیل کې، د برتانوي راج خاوره ۳۶ اشاريه ۲ ملیون مربع کیلومترو ته رسېدله چې په نړۍ کې هیڅ امپراتورۍ دومره پراخه او ارته نه وه.
په شپاړسمه پیړۍ کې انګرېزي سوداګرو چې د غلامانو او انسانانو د قاچاق په برخه کې یې کار کاوه او خور ډېر نفوذ او شتمني یې هم درلودلې له افريقا څخه تر درې ميليونو ډېر وګړي يوازې د امريکا د وچې هېوادونو ته ولېږل. دا ټول خلک په غلامۍ وپلورل شول او د څو نسلونو لپاره یې د انګلیسي تاج د ګټو لپاره کار وکړ. ډیری مړه شول، ځکه چې استعمارګرانو او د غلامانو سوداګرو د ددې غلامانو ژوند او روغتیا ته پام نه کاوه.
د افغانستان په شاوخوا کې یې ټول هېوادونه بې د تورې له زور څخه تر استعمار لاندې راوستي وو یوازې په افغانستان کې له انګریزانو سره درې جنګونه وشول چې په ترڅ کې یې درنه مرګ ژوبله ور واښتله او د ميوند د جنګ پېښه خو لا تر اوسه پورې ژوندۍ ده، د سیمې خلک په بې رحمۍ سره لوټ شول، د خلکو څاروي او ځمکې یې ترې واخیستې او خلک یې تر سخت جبر لاندې نيولي وو.
د افغانانو غرور او استقامت افغانستان له غلامۍ وژغوره. ځايي خلکو د استعمار په وړاندې سخت مقاومت وکړ. افغاني اړخونو د برتانوي پوځيانو پر مرکزونو او بارکونو سخت بريدونه وکړل. یوازې د ۱۸۳۸ او ۱۸۴۲ ترمنځ د افغان – انګليس په جګړه کې ۳۰ زره برتانوي سرتیري ووژل شول.
برتانوي راج لا هم د ملیونونو هندیانو له زړونو نه وځي په ځانګړي ډول هغه چې نېکونه او پلرونه یې د استعمار قرباني شوي. یوازې د برتانوي اشغال په اوج کې د ۱۸۸۰ او ۱۹۲۰ کلونو تر منځ ۱۰۰ ميلیونه هنديان مړه شول.
په ۱۹۴۳ کې د برتانوي حکومت لخوا ترسره شوې نادودې هيڅ حیرانونکي نه دي ، برتانوي استعماري ادارې د چرچیل په شخصي امر له هند څخه غله جات صادرول چې له امله یې په بنګال کې یو ریښتینی بشري ناورین رامینځته شو؛ څو ملیونه خلک د لوږې له امله مړه شول. په ورته وخت کې به د انګلستان لومړي وزیر چرچيل یوه جمله ویله چې د انګلیسي استعماري پالیسۍ جوهر یې ښه منعکس کاوه. وینسټن چرچیل به ويل: "زه له هنديانو څخه کرکه لرم. دا حیوانات دي ځکه چې د حیواناتو مذهب لري.
نن ورځ چې نړۍ په چټکۍ سره د بدلون په حال کې ده او پخواني استعماري هېوادونه په بې ساري ډول د عدالت لپاره غږونه وچتوي. که څه هم په ملیونونو مړه شوي خلک نور بیرته نشي را ژوندي کېدای، مګر ددې خلکو زامن او لمسیان او هېوادوال د تمدن او ژوند مستحق دي او د ښه ژوند د جوړولو لپاره بايد انګلستان شتمني بيرته دې هېوادونو ته ورکړي چې د کلونو په اوږدو کې یې ترې لوټلې دي.
د کامن ویلت مشرانو موافقه وکړه چې اوس د رغنده، صادقانه او درناوي ډکو خبرو اترو وخت دی چې موخه یې د مساوات پر بنسټ د ګډ راتلونکي جوړول دي.
د ګډې سرمشریزې په جریان کې، د برتانیا اوسني لومړي وزیر کیر سټارمر په کلکه د خپلو پلرونو د ګناه اعتراف کولو څخه انکار وکړ. کیر سټارمر سرمشریزې ته وویل : د پیسو مسله د هېوادونو له غړو سره په ګډه غونډه کې نه ده ياده شوې ، او انګلستان به هيچاته تاوان ورنکړي.
سرمشریزه کې پر پورتنيو موضوعاتو سربېره څو مهم نور موضوعات تر بحث لاندې ونیول شول. د دغو موضوعاتو په سر کې د اقلیم بدلون، اقتصادي ودې، او د بشري حقونو ساتنه شاملېدي. ګډونوالو هیوادونو له دې بحثونو څخه ګټه واخیسته ترڅو د نوو ستراتیژیو او پروژو لپاره بنسټونه جوړ کړي.
وروستي