په ودانۍ کې د چڼاسې جوړېدو په برخه کې وړاندوينه

ما په خپل کتاب (د ودانيو د جوړولو مهندسي اساسات) د لومړي ټوک په دويم څپرکي کې د لنده بل په برخه کې مفصل معلومات ورکړي. دا چې په دې ورستيو کلونو کې د ناولې جګړې په وجه د سوخت موادو بيه ډېره لوړه شوې، نو ځکه زه د يو ساختماني انجنير په توګه خپلو هېوادوالو ته د لنده بل څخه منځته راتلونکي چڼاسې په برخه کې لږ څه معلومات وړاندې کوم:
« د پاکوالي او روغوالي په لحاظ بايد د ورځې درې وارې کوټو ته هوا ورکړل شي.»
 
په اوس وخت کې د انرژۍ بحران په وجه بايد انسانان د برېښنا، ګاز، تېلو، لرګيو او ډبروسکرو څخه د ګټې اخيستنې په برخه کې د سپما څخه کار واخلي. د دې لپاره چې زښت ډېر لګښت رانه شي، نو په استوګنځايونو او په دفترونو کې بايد له مرکز ګرميو څخه استفاده کمه شي. دې سره کېدی شي چې په هغه ودانيو کې چې زړې دي او د  ګرمۍ او يخنۍ په مقابل کې ښه عايق شوي نه وي، هم د ساختمانۍ له لحاظه او هم د صحت له لحاظه پرابلمونه منځ ته راشي. په بېروني دېوالونو، کړکۍ ګانو او د کوټو د کونجونو پر سطحه بادي د تودوخې درجه کمېږي، چې دې سره بيا د چڼاسې خطر منځ ته راځي.
F:\Malakzay\Documents\Lalagha\Bauwesen\Download (1).jpg
په منظم ډول د کوټو هوا بدلونه ډېره مهمه ده:
د استوګنو په کوټو کې د چڼاسې علت، په کوټو کې موجوده لنده بله (نمجنه) هوا ده. دا هره ورځ د پخلي، حمام کولو، لوښو مينځلو څخه او د خوب په کوټو کې د شپې له خوا د هر انسان څخه د نيم ليټر بخار په وجه لنده بل منځ ته راتلی شي.  په کور کې د انسانانو د موجوديت او د فعاليت وخت په نظر کې نيولو سره، د کور هر څلورو غړو په وجه تقريباً د لسو نه تر دولسو ليټرو پورې د اوبو بخار منځته راځي، چې دا په هوا کې ځای نيسي. دغه نمجنه هوا بايد په منظم ډول په کافي اندازه د کوټو څخه لرې شي. که نه نو دا په هغه ځايونو کې چې سړه سطح لري پرخه جوړوي. دا ډېری وخت  په هغه دېوالونو چې عايق شوي نه وي، په کونجونو او په کړکۍ ګانو کې ځای نيسي.
F:\Malakzay\Documents\Lalagha\Bauwesen\Download.jpg
چڼاسې هغه وخت جوړېږي، کله چې د  دېوال  د سطحې مخې ته په هوا کې مخکې تر دې چې دا لنده بل وليدل شي او يا حس کړی شي، د ډېر وخت لپاره د 70 فيصدو څخه تر 80 فيصدو پورې د اوبو بخار موجود وي.
هغه لنده بل چې د حمام کولو يا د پخلي کولو په وجه منځته راځي، نو بايد دلته د امکان په صورت کې ډېر ژر د کړکۍ ګانو په واسطه داسې هوا ورکړل شي، چې د کړکۍ ګانو له لارې هوا بېرون ته ښه جريان وکړي. په ژمي کې د دې لپاره چې د باد او يا د سړې هوا په وجه دېوالونه ژر ساړه نه شي، بايد د دريو او پنځو دقيقو ترمنځ کړکۍ خلاصې شي.
F:\Malakzay\Documents\Lalagha\Bauwesen\images (1).jpg
په ژمي کې د بېرونۍ سړې هوا سره د هوا بدلونه ښه کار کوي. کله چې دغه تازه هوا په کوټه کې توده شوه، کېدی شي چې په کوټه کې بيا دا نوې هوا لنده بل ونيسي. نو  ځکه د صحت په لحاظ بايد لږ تر لږه درې وارې کوټو ته د هوا جريان ورکړل شي.
د چڼاسي په مقابل کې بايد لږ تر لږه 16 درجې سانتي ګرېټ تودوخه په کوټه کې موجود اوسي:
د دې لپاره چې د چڼاسې مخه ونيول شي، د منظمې هوا جريان ورکولو په خوا کې په کافي اندازه تودوخي هم لازمه ده. علت يې دا دی: چې توده هوا نظر يخې هوا ته لنده بل زيات نيسي . په کم ګرمېدونکو کوټو او يا مکمل په يخو کوټو کې اضافي لنده بل د کوټې په يخو ځايونو کې ځای نيسي . او د بېروني دېوال په کونجونو، د انځورونو او فرنيچرونو شاته او د پردو شاته کېدی شي چې چڼاسې جوړې کړي. په خاصه توګه په هغه ودانيو کې چې زړې دي او يا ښه د تودوخۍ لپاره نه وي عايق شوي چې زيات د تودخۍ پول ( د ودانۍ هغه برخې چې زښت ډېر تودوخي ضايع کوي او ژر يخېږي) لري، بايد په کافي اندازه ګرمې شي چې تر څو د چڼاسې مخنيوی وشي.
په ودانۍ کې د ناستې کوټو لپاره لږ تر لږه د 18 درجو څخه تر 20 درجو سانتي ګرېټ پورې تودوخي سپارښتنه کېږي. د خوب کوټو لپاره همدا ډول لږ تر لږه 18 درجې سانتي ګرېټ تودوخي بايد په نظر کې ونيول شي. دلته د شپې له خوا څخه ډېر لنده بل د کوټې د دېوالونو پر سطحه او په ټوکرانو ځای نيسي. دا په کافي اندازه تودخي او وچې هوا په واسطه له منځه ځي. د هغه کوټو تودوخي، کوم چې کمه استفاده کېږي او يا د ډېر وخت لپاره پکې استوګنه نه کېږي، بايد 16 درجې سانتيګريټ په نظر کې ونيول شي، د دې لپاره چې د امکان په صورت کې د چڼاسې مخنيوی وکړی شي.
د خراب عايق شوي بېروني دېوالونو ته د المارۍ يا کوم بل فرنيچر ودرولو څخه ډډه  وشي، ځکه چې دا د ګرمې هوا، کوم چې په دغه دېوال لګېږي، مخنيوی کوي . ددې لپاره چې ګرمه هوا په کوټه کې پاتې شي، بايد د کوټې ټولې دروازې بندې پاتې شي.
د تودوخۍ په  خوا کې د ودانۍ اوسېدونکي بايد د هوا نسبتي لنده بل ته د انتقاد په نظر وګوري. ددې لپاره يوه خاصه اله ده چې په لاندې انځور کې ښودل شوې د تېرمو هايګرومېتر (Thermo-Hygrometer) په نوم يادېږی، کوم  چې دا د کوټې تودوخي (حرارت) او هم نسبتي د هوا لنده بل (نم) په فيصدۍ سره ښکاره کوي.
https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/2/22/122HT.jpg/220px-122HT.jpg
په يو خرابې عايق شوې ودانۍ د کوټې په منځ کې د هوا نسبتي لنده بل د 40 فيصدو نه تر 50 فيصدو پورې د ډېر وخت لپاره تجاوز ونه کړي. دا چې د هوا  نسبتي لنده بل د کوټې تودوخي (حرارت) پورې تړاو لري، د غېر عايق شوي ودانۍ په ډېرو کوټو کې څومره ډېر چې هوا هم بدله شي، د تودې انرژۍ سپما کول ګرانه ده.
که څوک په يو کور کې کرايه پروت وي او په کور کې چڼاسې پيدا شي، نو ژر تر ژره مربوطه مرجع ته دې خبر ورکړي.
لنده بل (نم) او چڼاسی کېدی شي چې ډېر وخت لپاره پر صحت او خپله په ودانۍ بده اغېزه وکړي او زيان ورسوي. کرايه والا مجبور دی چې ژر تر ژره د دا ډول پېښې خبر ورکړي، تر څو دا خطر ژر  له منځه ولاړ شي. علت العلل کولای شي چې د ساختمان او نلونو زيانونو په خوا کې د استفادې چال چلند هم د خراب ساختماني حالت سره تړاو ولري. څو څو ځلې د علت العلل پيدا کول اسانه کار نه دی، نو ډېر مهم دادی، چې د تاواني ځای انځور واخيستل شي او په معين وخت دا حالت درج شي.
د چڼاسې زيانونه تل يو احساساتي ترکيبونه هم لري او  په صحت باندې د ناوړه اغېزې وېره ډېرېږي . ددې لپاره چې کومه شخړه  يا مناقشه منځ ته رانه شي، نو مشوره ورکول کېږي چې يو مسلکي نفر راولي چې دا حالت وڅېړي.
د انرژۍ له پلوه د خراب ځای بېرته جوړونه د ډېر وخت لپاره ګټوره ده:
د کور خاوند يا مالک کولای شي چې د چڼاسې ساحه د بېرته جوړونې سره له منځه ويسي. چې دې سره انرژي هم سپما کېدی شي. يوه بېلګه: د دېوال بېروني برخه د تودوخې ساتنې طبقې سره عايقونې، د مرکزګرمۍ ښه امکانونه د ښه تودوخې ورکونې لپاره او همدارنګه د استوګنځي د هوا بدلونې کنترول د يوې ځيرکې لايحې سره او د تودوخې بېرته لاس ته راوړنې سره کېږي.
د دا ډول اقداماتو يو پلان، د بېلګې په توګه: کله چې ساختماني اقدامات موجود وي، نو د يو انفرادي بېرته جوړونې مخ ته وړلو پلان ګټور دی، چې دې سره د مربوطه سپما کونې هدف په نظر کې نيول کېدی شي. د لنډ وخت اقداماتو پورې د مرکزګرمۍ کنترولول او دقيقول د کوټو د مرکزګرميو څخه هوا ويستل او يا عيار شوی ترموستات ورکول دي. د دننه خوانه د تودوخې بندونې عايق په خاصه توګه د دېوال په کونجونو کې هم ګټه لري.
ددې لپاره چې کمه توده انرژي ضايع شي، کولای شو چې د مرکزګرمۍ نلونه او د پورتني پوړ چت هم د تودوخې بندونکي طبقې سره عايق کړو.