موږ که له کومې پېښې سره مخ شو او ځان ډاډه احساسوو دا بېلابېل عوامل لري، چې په ټولنه کې موجود وي؛ خو د برملا کېدو لپاره یې بانه موجوده نه وي. کله چې بانه را څرګنده شي؛ نو بېلابېل اړخونه را څرګند شي او په ټولنه کې سړی د انسانیت نښې په خپله وویني. انسان د همداسې مینې، خواخوږۍ، لورېینې، ورورولۍ، ډاډګېرنې، مرستې، احساس او تعامل وړ موجود دی، چې باید ورسره وشي. دا ځکه چې د دې نړۍ هر څه د انسان د هوساینې او کارونې لپاره پیدا دي.
له دې څخه به ګټه هم انسان اخلي او یو بل ته به لاس هم انسان ورکوي؛ ترڅو د تعامل، خواخوږۍ، مرستې او لاسینوۍ فرهنګ په ټولنه کې عام شي او یو بل د احساس، سکون او لورېینې ډاډ تر لاسه کړي. انساني ژوند د ستونزو، کړاوونو، دردونو او بندښتونو ټولګه ده. کله انسان دومره په دې ګرداب کې ګیر پاتې شي، چې ټول عمر د وتولو لار ورته نه ښکاري او ځینې بیا متعدل برخورد ورسره کوي او له ځینو سره بیا د وتولو هنر وي، په ډېر مهارت له دې ټولو ستونزو د وتولو لارې پیدا کوي. په دې کې څو اړخونه وي، چې د ځینو انسانانو ورته پام او د ځینو لږ او ځینو بیخي ورته پام نه وي. د دې بېلابېل عوامل وي، انسان ټولنیز مخلوق دی. څومره چې فردي، کورنۍ او ټولنیزې اړیکې څومره په پراخه کچه وي.
همغومره به یې له وګړو سره اړیکې پراخې وي. دا اړیکې کله مادي او کله معنوي وي. هغه اړیکې چې په معنوياتو پالل کېږي. دا بیا تر ټولو خوندوره او په انساني خواخوږۍ ولاړه اړیکه وي. دلته د انسانیت هغه پټ تارونه په خوځښت راولي، چې د ډېرو انسانانو ورته پام نه وي، بلکې له بلې زاویې ورته ګوري. دلته خبره ټوله په انسان راڅرخي، کله چې د انسان روزنه او پالنه په سالمه توګه شوې وي؛ نو هله د ژوند خواږه اړخونه په نورو هم څکي او انساني ارزښتونه پالي. هر انسان د انسانیت ښکلې مزایاوې هغه وخت څکي، چې کله له ستونزو سره مخ او بیا د وګړو برخورد وویني، چې د دې نړۍ په هر کونج کې الله(ج) څومره ښکلي انسانان تیت کړي دي، چې دغه ارزښتونه بې تمې پالي او انسانیت ته ژمن وي.
همدا پالنه بیا سکون لري، کله دا سکون په فزیکي لحاظ وي او کله په ذهني لحاظ وي بیا په هره منډه او ترړه کې انساني ارزښتونو ته اوږه ورکوي او له دې مزایاوو څخه ځان نه بې برخې کوي. همدا د لویو انسانانو کار دی، چې په ټولنه کې د یو نایابه مرغلرې په څېر کله کله ځان را ښکاره کوي. په داسې وخت کې چې پوه شي، چې یو انسان ته مې څنګه خیر رسېږي. همدا د انسانیت او پېرزوینې لوی فکر دی، چې هر انسان د دې فکر د څښتن کېدلو ارمان لري.
وروستي