عمر محمود سلیمان


پنځه اویا کلن عمر سلیمان د جنورۍ پر 29 مه نېټه د ولسمشر حسنی مبارک دمرستیال په توګه وټاکل شو، مصر پوره 30 کاله مرستیال ولسمشر نه درلود . دا نو هغه ورځې وې ،چې حسني مبارک پردې باوري شوې ، چې نور ېې دېرشه کلنه واکمني کاواکه شوې ده او مصریان ېې نه غواړي نو له سوچ وروسته ېې هغه سړی دخپل مرستیال په توګه غوره کړ ،چې څوک ېې پیچلې انسان بولي ، . څوک ېې وسپنیز .
عمرسلیمان ناببره تقدیر دمصریانو په خوله کې ور کړ داسې ویل کیږي ،چې نوموړی امریکا داسراېېلو په غوښتنه وړاندیز کړ ،چې دحسني مبارک مرستیال شي په دې چارې سره به څو موخې ترلاسه شي یو خو به په مصر کې د واکمنۍ د مېراث خبره ختمه شي بل به ورسره ولس ارام شي درېیم دواک دلېږد پروسه به نورماله شي او مبارک به په ډېر درناوي له مصره ووځي .
راځې ،چې په لاندې کرښو کې دددې مهم ، پیچلي او مرموز انسان د ژوند په اړه خبر شو :
نظامي ژوند :
عمر سلیمان هغه پیچلی انسان دی ،چې په مصر او منځني ختیځ کې تر ټولو مهم استخباراتي ارګان رهبري کوي نوموړی د 1936 ز په جولای کې دمصر په صعیدکې دقنانومي کلي کې نړۍ ته سترګې پرانېستې دعمر سلیمان دلومړنیو اومنځنیو زده کړو کره نېټه په لاس کې نشته ،خو په 1954 ز کې حربي پوهنتون ته شامل او په 1958 ز کې ترې فارغ شو ، له فراغت وروسته پوځ ته ولاړ او د 1967 او 1973ز په جنګونو کې ېې هم ونډه درلوده دا مهال ېې دنده د مصر او سوريي دجبهو ترمنځ دا ړیکو پازوال و دمصر او سوريي دپوځونو تر منځ ېې د مسوول په توګه رول له ورایه جوت و .
عمر سلیمان دالقاهرې پوهنتون څخه په عسکري برخه کې بکالوریس او په سیاسي هغه کې دماسترۍ بری لیک تر لاسه کړې دی . پردې سربېره ېې په پخواني شوروي اتحاد کې هم عسکري زده کړې تر لاسه کړې دي .
عمر ،چې یو شمېر حربي پوهنتونونو د ( وسپنیز سړی ) په نوم یاد کړې دی په تدریجي توګه دمصر په پوځ کې راڅرګند شوې دی وړاندې له دې ، چې په 1993 ز کې دمصر دملي استخباراتو عمومي رېیس شي دپوځ دنظامي استخباراتو رېیس و .
فارن پالیسي مجله په منځني ختیځ کې دپنځو استخباراتي مشرانو دژوندلیک په اړه تبصره لري په کې لومړي عمر سلیمان بیاداسراېېلو مییر داغان ورپسې دایران دسپاه پاسدارانو د القدس دفرقې مشر قاسم سلیماني څلورم دسورېې دولسمشر بشار الاسد خسر اصف شوکت ،چې په سوریه کې دلوی درستیز مرستیال دی او پنځم دسعودي عربستان داستخباراتو مشر مقرن بن عبدالعزیر دی دمجلې دمعلوماتو له مخې عمر سلیمان له ټولو وړاندې دی او په سیمه کې داستخباراتي مسوول په توګه یوه مخبېلګه کېدای شي . دمصر داستخباراتو پخواني مشران په دې توګه دي :
زكريا محيي الدين ، علي صبري ، • صلاح نصر ، أمين هويدي ، محمد حافظ إسماعيل
أحمد كامل ، أحمد إسماعيل علي ، نمرو ،محمد سعيد الماحي ، فؤاد نصار، رفعت جبريل ،كمال حسن علي ، عمر نجم ، نور الدين عفيفي او عمر سليمان.
سیاسي ژوند :
عمر سلیمان دخپلې زېرکتیاله برکته په مصر کې دواکمن ګوند او نظام باور تر لاسه کړې دی او دا باور هغه خپل اوج ته ورسید ،چې کله ېې ولسمشر حسني مبارک ته په 1995 ز کې سپارښتنه وکړه ،چې دادیسه بابا غونډې ته باید په زغره وال موټر کې ولاړ شي ځکه راپورونه وايي ،چې دحسني مبارک دترور پلان شته ، رښتیا همداسې وه ،چې کله دولسمشر دموټرو پر کاروان برید وشو نو حسني مبارک او عمر سلیمان ،چې دواړه په یوه موټر کې سپاره و له برېده روغ رمټ ووتل .
یو لړ ډیپلوماتېکو کړېو د ولسمشر حسني مبارک دځایناستي په توګه غوره کړې دی پردې سربېره ،چې هر کله به په مصر کې دمرستیال ولسمشر د ټاکنې خبره راپورته شوه نو ورسره جوخت به دعمر سلیمان نوم یادېده . ان تردې، چې ویکیلیکس هم ورته تم شوې و او په یوه لاسوند کې راغلې دي : که مبارک له واکه ګوښه شي نو عمر سلیمان به د لنډمهاله ولسمشر په توګه ټاکل کیږي ، ویکیلیکس زیاتوي : عمر سلیمان دمصر دملي امنیت په برخه کې په پوره اخلاص منډې ترړې وهلې دي پردې سربېره ولسمشر مبارک ته هم وفاداره دی او نوموړی یو له هغو کسانو دی ،چې تل دمبارک له باوري کسانو ګڼل کیږي .
عمر سلیمان ولسمشر مبارک ته دومره نږدې و ،چې دهرې مهمې موضوع استازیتوب به ېې ډېر وخت دبهرنیو چارو د وزیر پر ځای ده ته سپاره دالقاهرې اوواشنګټن ترمنځ په ډېرو خبرو کې دمصر استازیتوب همده کاوه پردې سربېره عمر سلیمان دلویدیځ او عربي نړۍ داستخباراتي ادارو ترمنځ له ډېر درناوي برخمن کس و ، همدارنګه عمر سلیمان دفلسطیني ډلو کوربه تېر شوې دی په ځانګړې توګه دالفتح او حماس ډلو ترمنځ ان تردې ،چې په دې وروستیو کې ېې د ( نیل ) داوبو دشخړۍ دوسیه هم عمر سلیمان ته وسپارل شوه ، چې لا تر اوسه همداسې جنجالي پرته ده که چیرې سوډان ووېشل شي نو مصر به د اوبو له کمښت سره مخ شي ځکه پر ( نیل دریاب ) پراته هېوادونه غواړي ،چې داوبو دویش موضوع راپورته او بیا له سره ویش تر سره کړي . شل کاله کیږي ،چې نوموړی دمصر په بهرنۍ تګلار کې دومره ځلیدلې دی دسیمې دهرې موضوع په اړه دده نظر اړین ګڼلې شي .
عمر سلیمان دخپل تجربې له مخې دنړۍ داستخباراتي ارګانونو سره ښې اړېکې لري او دعربي نړۍ واکمنو ته هم ډېر نږدې دی او خبره ېې ځمکې ته نه غورځوي .
شخصي رازونه :
دعمر سلیمان دشخصي ژوند په اړه معلومات دومره دي لکه په اوړو کې مالګه واده ېې کړې دی درې لوڼې لري ،چې له سیاسي چارو سره لېوالتیا نه لري او خپل عادي ژوند کوي ، مصري لیکوال وايي : دا به ډېره سخته وي ،چې دعمر سلیمان داسې انځور وموندل شي ، چې نوموړی په کې موسکی وي سره له دې ،چې عمر سلیمان سیاسي چارې هم تر سره کوي ، خو دمصر دتېرو استخباراتي مشرانو په څېر هر وخت جدي وي .
اسراييلي ( هارټس ) ورځپاڼې دعمر سلیمان په اړه دخپل ډول یوه نوې څیړنه خپره کړې وه او دهغو اسراییلي او غربي ډیپلوماتانو خبرې ېې رااخستې وې ،چې له عمر سلیمان سره ېې له نږدې کتلې و او یا ېې ورسره ګډ کار کړې و ټول په یوه خوله دا خبره کړې ده ، چې نوموړی پیچلی او مرموز انسان دی ځینو بیا دا وېلې دي ،چې ( وسپنیز انسان ) دی عمر سلیمان ،چې دتړلو دروازو تر شا کوم کرکتر لري دا بیا دده له هغه کرکتر سره توپیر لري ،چې دتلویزون پر پرده راڅرګندیږي .
یوه عبري ورځپاڼه د عمر سلیمان په اړه کاږي : د تړلو دروازو تر شا عمر ډېر وخت چوپ وي ، خو کله ، چې خبرې کوي بیا ټول اړ دي ،چې ده ته غوږ شي دا سړی پوهیږې ،چې څرنګه خپلې موخې ته په لنډه لار ورسیږي ( هارټس ) اسراييلي ورځپاڼه بیا کاږي : عمر سلیمان له یوې خبرې هم نه تیریږي همدا لامل دی ،چې له نوموړي سره خبرې اترې سختې وي نوموړی دخبرو پر مهال ارام وي ، شور نه کوي ، چیغې نه وهي ، خو تل خپله خبره پر نورو مني . ورځپاڼه دهغو غربي مامورینو خبرې هم را اخلي ،چې له عمر سلیمان سره ېې دده په مکتب لیدنه کتنه کړې وي : دعمر سلیمان دفتر داسې دی لکه دیو جنرال هغه دفتر ېې دشخصیت په څیر ډېر لوکس او مفشن وي پرته له دې ،چې سلیمان دې چای یا قهوه وغواړي ګردچاپیره مامورین او خدمتګاران دنوموړي پر مزاج پوهیږي او هماغسې کوي ،چې څرنګه دده طبیعت وي .
ویکیلیکس په لاسوندونو کې دبل هر عرب چارواکې په څير عمر سلیمان خپل ځای لري په پلازمینه القاهره کې دامریکا سفیره مارګریت سکوبي دبهرنیو چارو وزارت ته د 2009 ز داپریل پر 30 مه نېټه دO9CAIRO746 ګڼه ټلیګراف کې داسې کښلې و : له امیر البحر مایک مولن سره دمصر دملي امنیت رېېس عمر سلیمان څرګنده کړه ،چې زما سیمه ییز ه موخه داده ،چې څرنګه له ترهګرۍ سره مبارزه وشي ، په ځانګړې توګه په غزة ، ایران او سوډان کې سفیرې بیا ورپسې دعمر پر ستاینه خوله پرانیزي : عمر پردې باور دی ،چې مصر باید خپلې پولې دومره پیاوړې او خوندي کړې ،چې حماس ته دایران وسله ونه رسیږي ، حماس باید کمزوری شي ،چې په غزة کې الفتح بیرته واکمن شي ، ځکه غزة اوسمهالو له بنسټپالو سره ده همدا لامل دی ،چې په فلسطین او اسراېېلو کې امنیت نشې رامنځته کېدای ، عمر زیاتوي : موږ پردې توانیدلې یو او ایران ته مو کرښه راکش کړې ده ،چې نور زموږ له خاورې له حماس سره مالي او اقتصادي مرسته نشې کولای . امریکا باید ایران وهڅوي ،چې له خپل اتومي پروګرام لاس واخلي .
عمر سلیمان شراب نه څښي :
چارواکي او دده سیال استخباراتي مشران وايي : سلیمان یو متدینه انسان دی خپل دیني فرایض پروخت اداء کوي دده دکا رپه دفتر کې دکعبې شریفې نخچه او قران کریم تل موجود وي او دا یادونه هم کوي ،چې نوموړی دنورو بر عکس شراب او الکولي شیان نه څښي ( والله اعلم ) ، خو سګرټ څښي .
اوس خو 75 کلن عمر محمود سلیمان په دې حساسو شېبو کې دمصر دمرستیال ولسمشر په توګه دا دنده ومنله وخت به وښايي چې دلته به هم داستخباراتو دچارو په څیر دبریا تر درشله ورسیږي او کنه ؟؟