د ایران او روسیې نږدې کېدل او پر افغانستان یې اغېزې

په تېرو څو کلونو کې، د ایران او روسیې اړیکې په بېلابېلو برخو کې تر پخوا ډېرې نږدې شوي دي. دا نږدې والی په سیاسي، اقتصادي، او امنیتي برخو کې د ګډو ګټو پر اساس ولاړ دی. ایران او روسیه، چې په تاریخي ډول یې د افغانستان په سیاست او امنیت کې مهم رول لرلی، د خپلو اړیکو د پیاوړتیا له لارې په سیمه کې خپل نفوذ زیاتوي. د دې دواړو هېوادونو نږدې کېدل د افغانستان لپاره مهمې پایلې لري، چې په دې مقاله کې به د دې اغېزو مختلف اړخونه وڅېړو.

د ایران او روسیې اړیکې اوږده تاریخي مخینه لري. دواړه هېوادونه په منځني ختیځ او مرکزي اسیا کې د نفوذ پراخولو لپاره تل هڅې کړي دي او کوي یې. که څه هم په ځینو پخوانیو دورو کې د دواړو تر منځ  ځينې  سیاسي اختلافات او کشمکشونه ول، خو په وروستیو لسیزو کې یې له یو بل سره د خپلو ملي او منطقوي ګټو پر بنسټ خپلې اړیکې پیاوړې کړي دي.

 د ۲۰۱۵ کال په شاوخوا کې، ایران او روسیه د سوریې په جګړه کې د بشار الاسد د حکومت د ملاتړ په ترڅ کې یو بل ته لا نږدې شول. دا شراکت د دې دواړو هېوادونو ترمنځ د باور او همکارۍ د  یو نوی دور پیل وو.

همدارنګه د بريکس په نړيوال سازمان کې د ايران ورګډېدلو کې د روسيې او چين خورا ډېر لاس وو او نور غړي هېوادونه یې دې ته تشويق او وهڅول چې ايران دې د يوه دايمي غړي په توګه ومني او نه يوازې د يوه غړي په توګه بلکې په ټولو کوچنيو او سترو پرېکړو اوغونډو کې دې فعاله ګډون ورکړای شي چې هماغسې وشول او ايران د بريکس سازمان غړی شو، چې په همدې لړ کې یې  تېره اوونۍ (د اګست په اوويشتمه او اته ويشتمه) د بریکس د ښارواليو نړيوال فورم (IMBRICS) شپږمه نړيواله ناسته  کې هم ګډون وکړ چې د ۵ زره کسانو او د ۸۱ هېوادونو د استازو په شتون کې جوړ شوی وو.  د بريکس سازمان د ښارواليو او ښاري پراختيا ناسته ددې سازمان يو مهم ښاخ دی. دا ناسته ددې لپاره هم مهمه ده چې د بریکس هېوادونو ښارونه او محلي ادارې وکولای شي په ګډه د خپلو سیمو د پرمختګ، ښاري مدیریت، او د پایداره پرمختګ اهدافو ته د رسیدو لپاره کار وکړي.  ددې سازمان په دننه کې د هېوادونو د ښاروالیو او محلي حکومتونو ترمنځ د همکارۍ، تجربو شریکولو، او د سیمیزو ستونزو حل لپاره ګډ کار کول یې د اجنډا او کړنلارې برخه ده.

دواړه هېوادونه په خپلو اړيکو کې اوسمهال دومره ژور تللي او نږدې شوي ي چې د اوسنۍ غونډې په څنډه کې د تهران د اسلامي شورا د مشر مهدي چمران لخوا د تهران او ماسکو ښارونو تر منځ  د خورګلوۍ تړون له روسي لوري سره لاسليک  شو، چې دواړو ښارونو مسوولين به د ښارونو د پاکوالي، ښاري نظم، کولتوري او نورو برخو کې د ښارونو په برخه کې خپلې تجربې شريکوي او يو له بل سره اړينې مرستې کوي  او د يو بل په ښارونو کې به د يو بل هېواد د کولتورونو او تاريخ په اړه خلکو ته معلومات وړاندې شي او د بريکس هېوادونو خلکو به د کولتورونو، اړيکو او فرهنګونو په برخه کې سره نږدې کړي.

دا ناسته د سیمه ایزو او ښاروالیو حکومتونو د استازو او د BRICS هیوادونو د علمي  ټولنو د استازو ترمنځ د تجربو او نظرونو د تبادلې لپاره هم یو مهم پلیټ فارم وو، او همدارنګه په روسیه او نورو غړو هیوادونو کې د متشبثینو سره د اغیزمنو سوداګریزو اړیکو د جوړولو لپاره هم يوه مهم ناسته ده.

د فورم په يوه برخه کې (د عصري ښارونو د پراختیا لپاره نړيواله اکاډميکه همکاري) تر عنوان لاندې ګردی مېز ترسره شو، چې د لویو ښارونو په پراختیا کې د علمي او تحصليي مرکزونو اغېزې او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د لوړو زده کړو د استادانو ترمنځ  مشترکو ستونزو ته وقف شوی وو. په دې غونډه کې د روسیې او بهرنیو هېوادونو  اکادمیک  مرکزونو مهمو استازو ګډون درلود. د روسيې د نړیوالو اکاډمیکو همکاریو د مرکز رییس الکساندر ګورباتوف، د ګانا د پلازمینې اکرا ښاروال سمویل جیمز نی ادجي تاویا، د RGUTIS تعلیمي موسسې رییس امبارتسم ګالستوف، د شمالي قطب د فدرالي پوهنتون رييس او د اصفهان پوهنتون استاد او د ايران د ولسمشر سلاکار اردلان نصرتي هم ناستې ته ويناوې وکړې او د اصفهان او پيترزبورګ ښارونو د ډيپلوماسي او مشترکاتو په اړه يې اوږدې خبرې وکړې.

سیاسي، اقتصادي او امنيتي اړيکې: 
   ایران او روسیه په اوسمهال کې هڅه کوي چې په افغانستان کې د یو باثباته حکومت د رامنځته کولو لپاره خپل نفوذ زیات کړي ځکه يو بې ثباته افغانستان د دواړو لپاره په ضرر دی او دوی یې له بېلابېلو اړخونو تاوان ويني. د روسیې هڅې چې د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان سره اړيکو ته هڅوي ددې لپاره چې د منځنۍ اسيا هېوادونه لومړني هېوادونه چې د بې ثباته افغانستان له امله ځورېدلی او اغېزمن کېدلی شي ، او د ایران د هغو اندېښنو چې د افغانستان په لویدیځ کې ناامني خپره شي تاوان یې ايران ته رسېږي، د دواړو هېوادونو تر منځ د یو نوي ځواک جوړېدو سبب شوي دي. ایران او روسیه کولی شي چې د افغانستان سره په سوداګرۍ، انرژۍ، او ټرانسپورټي برخو کې ګډې پروژې پیل کړي او تجارت پراخ کړي. د چابهار بندر، چې د ایران په ملاتړ او د هند په مرسته جوړ شوی،  اوس مهال د افغانستان لپاره د کراچي بندر په پرتله ښه او ارزانه لاره ده، چې روسیه یې هم د خپل ګټې لپاره کارولی شي.

  ایران او روسیه دواړه په افغانستان کې د  نشه يي توکو د قاچاق په وړاندې اندېښنې لري. د دواړو هېوادونو نږدې کېدل کولی شي د افغانستان په امنیتي وضعیت باندې مستقیم او غیرمستقیم اغېز ولري. ایران او روسیه کولای شي چې د افغان حکومت سره د امنیتي همکارۍ وکړي، چې په سیمه کې د ترهګرو ډلو د نفوذ د مخنیوي لپاره ګټور تمام شي.
افغانستان ته ننګونې او فرصتونه!
 خو دا اړيکې او نږدې کېدل له ننګونو هم خالي نه دي  د ایران او روسیې نږدې اړیکې د افغانستان لپاره نوي فشارونه رامنځته کولی شي، په ځانګړې توګه د امریکا او لویدیځ سره د افغانستان په اړیکو کې. که چیرې د ایران او روسیې اغېز زیات شي، نو افغانستان به د خپلو نړیوالو شریکانو په انتخاب کې له ستونزو سره مخامخ شي ځکه چې لا له وړاندې نړۍ په څو قطبي ډول د لويديځ او په ختيځ کې د روسيې، چين او هند پر محور په دوو قطبونو ويشل شوې ده. نو د افغانستان لپاره یو حساس وضعیت رامنځته کولی شي. د افغانستان زمامداران باید په هوښیارۍ سره د ایران او روسیې سره خپلې اړیکې مدیریت کړي، ترڅو د دوی له نږدې کېدو څخه په خپل ګټه کار واخلي او د هر ډول احتمالي ننګونو لپاره چمتو وي. په همدې ډول، د نړیوالو اړیکو په یوه نوي جغرافیايي چاپېریال کې، افغانستان باید د خپلواکۍ او ملي ګټو په ساتولو سره متوازنه او فعاله تګلاره پرمخ بوځي.