د طالبانو يو مشهور قومندان او روزونکي قاري حسين له پښتون خبريال رحيم الله يوسفزي سره په يوه ټېلفوني مرکه کې ويلي، چې دی کولی شي په نيم ساعت کې يو کس ذهنا اماده کړي او په ځانمرګي بريد کوونکي يې بدل کړي. دې وايي ،چې په وروستيو وختو کې ده خپل تاکتيکونو کې ډېر بدلون راوستی او دځانمرګو بريد کوونکو په اغېزناک توب کې ډېر ښه والی راغلی او ځانمرګي بريدونه يې د دښمن پر وړاندې يوه ډېره اغېزناکه حربه ګڼلې ده. ده ادعا کړې چې همدا اوس د پنځو زرو ځانمرګو بريد کوونکو لښکر تيار لري. قاري حسين د امريکې په تور لېست کې دی او پر ده باندې شک دی چې په خوست کې د سي ای اې پر غړو بريد هم د ده له خوا تنظيم شوی وي.
وروستي