طالبانو په پښتونخوا کې څلور تنه د جاسوسۍ په تور ووژل

د پښتونخوا ايالت کرک ښار ته څېرمه د سړک پر غاړه د څلورو تنو مړي، چې په ډزو ويشتل شوي وو، وموندل شول.له دغو مړو سره په يادداشت کې ليکل شوي و، چې دغو کسانو د امريکې لپاره جاسوسي کوله او هر څوک چې د امريکې او يا د پاکستان او افغانستان حکومتونو لپاره جاسوسي وکړي برخليک به يې همداسې وي. طالبان وايي، چې امريکايي ډرون الوتکې د همدغو جاسوسانو په مرسته دوی په نښه کوي او بريد ورباندې کوي.