ادب او پښتني کلتور

ســـــــــــــــــــــــــــریزه
د پښتو په ادب او ادبي تاریخ او همدارنګه په پښتني کلتور او ثقافت کې بېخي ډېرې روایتي کیسې شتون لري، چې البته ډېرې یې خوله په خوله او سینه په سینه له یوه نسل ، دور او وخت نه بل نسل دور او وخت ته همداسې د وینا او شفاهي ادب په بڼه را رسېدلي او انتقال شوي دي. په دې کیسو کې د بلا ډېرو پاچاهانو، ناویو، بلاګانو، شیشکو، پېریانو، جګړو او دېوانو کیسې شتون لري. 
 
دا کیسې به اکثره وخت پخوا د خوب په وخت کې مشرانو په ځانګړي توګه انا ګانو او میندو خپلو بچیو او لمسیانو ته ویلې او کوچنیان به یې پرې ویده کول. هغه وخت هم لکه د نن په شان ژوند ډېر پرمختګ نه وو کړی او اکثره خلک به د غریبۍ او بېوزلۍ له امله په یوه لویه کوټه کې سره ګډه ویده کېدل او د کیسې تر پایه به کوچنیان خامخا په ډوب خوب کېوتل،په دغو کیسو کې به ځینې کیسې ډېر وېروونکې هم وې او ماشومان به تل وېرېدل؛ نو په همدې تړاو ما هم د قدرمن استاد سرڅېړونکي زلمي هېوادمل په لارښوونه په پښتو فولکلوریکو اسطوره یي کیسو کې د راغلي افسانه یي مخلوق(دېو) په تړاو هر اړخیز معلومات راټول او دغه افسانوي مخلوق په تړاو مې یو څه څېړنه وکړه؛ البته په دې تړاو مې زیاتره له کتابخانه یي تحقیق څخه ګټه اخیستې ده او هیله لرم زما دغه معلومات به د لوستونکو لپاره یو څه ګټور تمام شي.
دېـــــــــــــــــــــــــو
دېو چې په انګلیسي  کې  Div)) وایي او دا په اصل کې یو افسانوي، خیالي او اسطوره یي مخلوق دی چې د انسان په څېر بدن لري؛ مګر ډېر سخت او قوي دی.
 
 یو دیو داسې ګڼل کېږي چې ښکرونه او لکۍ لري، که څه هم په تېرو وختونو کې دا په بېلا بېلو ماناوو استعمالېده. د "دیو" کلمه په لرغونې کلمه "دَئِوَ" کې ریښې لري، مګر په معاصره فارسي کې یې مانا د پخوانۍ مانا برعکس ده.
 
د دېو کلمې ریښه:
د "دېو" کلمه د اوستایي (-daēuua)چې په لرغونې فارسي کې (daiva) ریښه لري اخیستل شوې ده او دغه راز د دېوانو وضاحت په پښتو اسطوره یي او فولکلوریک ادب کې په دې وروستیو اونورو ادبي ژانرونو کې خورا زیات منعکس شوی دی؛ دېوان په عمومي ډول د بشپړ خپلواک او له انسانانو څخه مختلف مخلوقات ښودل شوي او افسانې معمولا د هغو ځمکو په اړه بیان شوې دي چېرې چې دېوان ژوند کوي، لکه د د پارسي افسانوي ادب تر ټولو مهم یې په شاهنامې کې
 
مازندران دېو نومېږي (چې د څېړونکو په خبره د ایران د اوسني مازنداران ولایت نوم هم له همدې دېو څخه را اخیستل شوی دی.)
د شاهنامې د دېوانو نومونه:
نیږدې ټول څېړونکي په دې باور دي چې سپین دیو د پارسي ادب او ژبې اصلي نوم دی او پارسي ریښې نه لري او بیا یې پارسي ژبې ته لاره وموندله.
 
په پخوانیو وختونو کې، بدو ځواکونو ته دېوان یا جنیات ویل کیدل.
 
 دیوان او جنیات په ډېرو پخوانیو کیسو کې د بدیو په توګه یاد شوي او د خلکو د آرامۍ او ګډوډۍ لامل شوي دي.
 
په ځینو کیسو کې، موږ ګورو چې دوی د خلکو سره مرسته کړې. همدارنګه د خلکو بدخویه صفتونه او مزاجونه لکه: قهر او نور ډېر مزاجونه د دېوانو خویونه ګڼل کېدل.
 
د ښو او بدو دغه قوتونه اوس او هم په پخوا زمانو کې له یو بل سره په جګړه بوخت وو.
 
 
د هر مذهب او مسلک له راڅرګندېدو وروسته ځينې داسې کسان شته چې ملاتړ او مخالفت يې کوي.
 
همداراز په افسانو او کيسو کې بدي او قوت د يو پياوړي دېو يا د جادوگرۍ يا چالاکې ملکې په بڼه ښودل کېږي.
 
د لرغوني افغانستان او ایران په داستانونو او افسانو کې د دېوانو د پیدایښت په اړه راغلي، چې د هغه وخت پاچاه «هرمزد» پوهېده چې دیوان به د هغه په پاچاهۍ برید وکړي، نو د دېوانو له برید څخه د دفاع لپاره یې د نورو دیوانونو او پېریانو سره اړیکه ونیوله او په پایله کې یې له هغو څخه یوه قوي ډله جوړه کړه، چې په پایله کې یې د هغه له مملکت څخه قوي دفاع وکړه.
 
همدارنګه  په لرغونې افسانو کې هر بدمرغه ځواک دېو بلل کېده.
 
 لکه د ژمي دیوان، د وچکالۍ دېوان، د دروغو دېوان، د قهر او غضب دېوان، د غصې دېوان، د بدو افکارو دېوان، د کینې دېوان، د خود غرضۍ او سستۍ دېوان، د غلط فکر دېوان، حتی د یو پوزي، درې پوزي، شپږ سترګو دېوان، په زرو منترونو پوهېده، او بله خبره دا ده چې احریمن د محکمې دېوان وو.
 
د زیاترو افسانوي روایاتو له مخې اکثریت دېوان په شمال کې په نه ختمیدونکي تیاره کې په یوه کنده کې اوسېږي، چې د دود له مخې د دېوانو څوکۍ ده؛ دغه راز ناپوهي، ضرر او ګډوډي د دېوانو صفتونه دي.
 
د کیسې اتلان زړور او په ځان بسیا خلک دي، چې د دېوانو له قوت سره شباهت لري او د دېو له منځه وړل مخامخ پخپله د بل دېو له لوري ترسره کېږي.
 
په پښتو کیسه ییز ادب باندې د دېوانو او پېریانو اغېز
پخوا به پېریان دېوان یادېدل، کیسې به يې کېدلې، د شپې به پرې میندو خپل ماشومان وېرول او ویده کول به یې.
عامو خلکو پېریان په دوو ډولو (مسلمان او کافر) باندې وېشلې وو، چې د دوی په باور مسلمان هغه یې په موږ هېڅ غرض نه لري.
 
همدغه کیسو زموږ ذهن او روان ته لاره وکړه او زموږ سره زموږ وېرې ملګرې کېدې، چې له شک په زیاتره هغه کیسو کې چې موږ ته ویل کېدې، د دېوانو بدنونه د انسان د بدن په څېر بیان شوي؛ خو په دومره تفاوت چې دېوان نسبت انسانانو ته لوی بدن لري، په سر کې دوه ښکرونه او غاښونه د خنزیر د غاښونو په څېر دي، دوی ځواکمن، ظالم  او سر زوري مخلوقات دي، سره له دې چې د دوی ناڅرګنده ظاهري بڼه - او د دوی د لوی فزیکي ځواک سربیره - ډېری یې د جادوګر هم دي او د دې توان لري چې د جادو په واسطه خپل دښمنان مات کړي او له منځه یې یوسي.
 
(بونېری ،(۲۰۱۶): دا ستا په سترګو کې پېریان دي)
 
دېوان د نړۍ د نورو ژبو په افسانو کې
د فردوسي په شاهنامې کې، دوی لا دمخه د انسان شکل او مافوق الفطرت ځواک بلل شوی دی، چې په وروستیو فولکلوریکو افسانو کې انځور شوي دي، چې په هر شکل ځانونه ښودلای شي او ځینې وختونه کېدای شي د خپل جادو په واسطه بېلابېل نقشونه ولوبوي.
 
خو له ځینو تاریخي اثارو جوته شوې ده، چې دیوان په اصل کې د اسلام د راتګ په وخت کې دوی د پارسي فولکلوریکو کیسو ته مخه کړې وه او له همدې امله یې اغېزه د ټولې اسلامي نړۍ په ادري اثارو کې خپره شوه. مګر په زردشتي اثارو کې دېوان د قوه قوي ځواک په توګه معرفي شوي دي چې وروسته دغه ځواک ته په پښتو ادب کې د یوه ظالم او بې بند باره ځواک په توګه انځور شول.
 
همدارنګه په منځني پارسي متنونو کې، دوی لا دمخه د شیطانانو سره برابر ګڼل شوي دي، د شیطان او جادوګرو په نومونو یاد شوي دي؛ ځکه دوی د شپې په ځمکه ګرځي او خلک تباه کوي.
دېوان په ډېری افسانو کې د جګړه مار، جادوګر، سرکش، ظالم او یاد افسانې د اصلي کرکټر په توګه ښکاري.
 
البته په ټولو افسانو کې دېوان خورا غښتلی انځور شوي دي، چې یو څوک نه شي کولای، دېو د فیزیکي جګړې له لارې ووژني؛ نو د مقابلې لپاره یو څوک اړ دی، هغه شی ومومي، چې د دېو روح پکې زخیره شوی دی. لکه: د اووه سري دېو په کیسه کې چې بلاخره یو څوک د ده د عمر آینه پیدا کوي او د هغه آینې له ماتولو ورسته هغه دېو مړ کېږي.
 
دغه راز د پارسي او ارمني ادب په فولکلوريکي کيسو کې، دېوان ډېر لوی موجودات بلل شوي دي، چې په اوږو باندې لوی سر لري او سترګې یې د خاورې د کڅوړو په څېر لویې دي؛ معمولا، تورې او سپینې بڼې لري او دا دواړه کېدای شي ناوړه یا مهربان وي، د دوی په بارو دېوان نیم شیطاني او نیم حیواني ترکیبي وجود لري، چې زیاتره یې په کنډوالو کې ژوند کوي، دوی د شپې فعال دي، مګر د ورځې په اوږدو کې خوب کوي، دوی د بدلون او جادو کولو وړتیا لري، په ټاپوګانو یا صحرا وو کې ژوند کوي.  د قزاقستان په افسانو کې، دېوان ډېری وختونه ښځې نیسي، په غارونو کې ژوند کوي او د انسان غوښه خوري، چې ډېری پخوانیو خلکو ته شاید دا ډول کیسې ریښتیا وي، هغه ځایونه چې د ځمکې د سطحې لاندې دي، چېرته چې هېڅ انسان مخکې نه دی تللی، دوی د هغه ځای اوسېدونکی بلل شوي دي.
 
د تاتار په فولکلوریکو افسانو کې راغلي، چې دېوان د ځمکې لاندې د اوبو په ژورو کې ژوند کوي.
 
په همدې توګه دېوانو د هرې ژبې په افسانو کې ځای نیولی او خپل اثر یې د انسان په لاشعور غوړولی دی، چې په وروستیو کې د اووه سري دېو کیسه یو له مهمو کیسو څخه ګڼل کېږي.
 
پایـــــــــــــــــــــــــله
د دېوانو اسطوره یي یا افسانه یي کیسې د لومړنیو یا پخوانیو انسانانو لومړني فکرونه یا کیسې وې، چې د یو شي په باب یې څرګندولې او عقیده یې پرې لرله او په  کیسه یي سبک کې یې رامنځته کړې وې.
 
دلته تر ټولو مهمه خبره د انسان عقیده او باور دی، همدغه باور او عقیده د کلمو مفاهیمو ته روح ور کوي، پالي یې او نورو نسلونو ته یې د یو کیفی ارزښت په توګه وړاندې کوي؛ نو د دغه هر مفهوم او مانا تر شاه یوه کیسه پرته ده، هغه کیسه د خلکو له تجربو، باور او عقیدې را وتې ده، په هغه کې سپېڅلتیا او یو متحرک نقش ښکاري.

د دېوانو او پېریانو اسطوره د روایت ( نکل، حکایت، متل…) په بڼه کې د خیال او واقعیت هغه ګډوله ده، چې د خپلې زمانې پر مهال واقعیت او حقیقت و، یا د تېر مهال د انسان د ژوند ذهني
تجربه ده، خو د وخت په تېرېدو سره په تخیل اوړي، دا یو مافوق الطبیعي حرکت دی، چې د نوې زمانې د انسان له ذهنه لوړ دی.
 
اسطوره هماغه پخواني واقعي نکلونه دي، چې د پېښو کرکټرونه او اتلان یې دېوان او نور اسطوره یي مخلوق دي.
 
 پخوانیو خلکو ته همدغه ارزښتونه د ژوند د تهذیب او برابرولو بنسټ و، همدا یې قوانین وو.
 
همدغه ادیبان او لیکوالان دي چې له لاشعوره دغه ډول هنري کیسې پنځوي.
 
اخځلیکونه
۱- بونیری، شاهین،(۲۰۱۶)، مقاله، دا ستا په سترګو کې پیریان دي! ، پښتونخوا:
۲- سلیمي، منوچهر، مقاله (دیو درقصه ها)،
 3- https://www.pashtoonkhwa.com/?page=eng&cnt=2835
4- https://ketabak.org/cy7cr-
5-https://en.wikipedia.org/wiki/Div_(mythology