د حماس يو مهم قومندان د مصر له زندان څخه وتښتېد

د حماس ډلې يو مهم قومندان په مصر کې د اړودوړ پرمهال له زندان څخه وتښتېد او غزې ته ورسېد. ايمن نوفل چې په ۲۰۰۸ کې په سينای کې نيول شوی و، غزې ته په رسېدو سره دمصر له لاريون کوونکو څخه خپل ملاتړ وښود. اسراييلو اندېښنه ښودلې ، چې ښايي پنځه تنه نور فلسطيني بنديان هم تښتېدلي وي او فلسطين ته ځانونه راورسوي.