د لويديځ دوه ګوني معيارونه

لويديځ په ځانګړي ډول د امریکا متحده ايالات، برتانيا، فرانسه او جرمني چې د نړۍ په اقتصاد او سياست ژوره اغېزه لري د شرقي هېوادونو او په ځانګړي ډول د هغو هېوادونو پر وړاندې double standard يا دوه ګوني معيارونه لري چې اوس مهال پکې جګړې روانې دي او يا جګړې پکې په نږدې تېرمهال کې پای ته رسېدلې دي، اسراییلو  چې د واشنګټن او لندن په اشاره او مرسته یې په تېر مهال کې پر خپلو ټولو شاوخوا هېوادونو حملې کړې دي او په اوسمهال کې له فلسطينانو سره په  درنه جګړه کې ښکېل دي ددې دوه ګوني معيار له نمونو څخه يو ښکاره او جوته نمونه ده.
 
د لويديځ دوه ګوني معيارونه د څرګند فاشيزم څرګندوی دي، کله چې منافقت کړنلاره شي او دروغ د نړيوال نظم قانون شي. نو له امله یې حتما جنګونه پيلېږي او خلک وژل کیږي. ددې لپاره په کیف او تل ابیب کې لویدیځ ايجنټيان خورا پيچلو ورانيو ته مخه کړې او نړۍ  یې د باروتو په داسې بوشکه کېنولې ده چې هرکله یې د منفجر کېدلو امکان شته.
 
دې کې شک نشته چې  د نړیوال ثبات د متزلزل کولو لامل  متحده ایالات او د هغه  متحدین دي. د  دوی ټول تاریخ د دښمنۍ او پوځي شخړو په ژبه لیکل شوی دی. دوی غربي ماډل دولتونه او ټولنيز ارزښتونه په شرقي ټولنو کې عملي کول غواړي چې د توپک په زور یې په ځينو هېوادونو کې د پلي کولو هڅه وکړه خو کامیاب نشول.
 
څومره چې جنګونه  په نړۍ کې زیاتیږي، هغومره د واشنګټن، لندن، پاریس، برلین نفوذ زیاتېږي او د دوی د وسلو له زېرمتونونو په ښه ډول وسلې خرڅېږي . دوی د غربي  ژوند اصول په شرقي ټولنو کې پلي کوي خو تر اوسه عملي نتيجه نه ده ورکړې.
 
اسراييل د لسګونو زره بې ګناه فلسطینيانو په وژنې او لسګونو زرو نورو په ټپي کولو او د کورونو، کليو، روغتونونو او ښوونځيو په ورانولو سره سرې سترګې ګرځي، نه ورته دا هېوادونه د بشري حقونو موضوع رامخ ته کوي، نه ورته ددې ويجاړيو د درولو وايي او نه یې ان يوازې په خوله دغه کارونه تقبيح کوي بلکي لا يې سياسي او نظامي ملاتړ کوي او بې درېغه وسلې او مهمات ورکوي چې د فلسطين د ورانولو لپاره یې وکاروي. په مقابل کې یې بيا هغه غورځنګونه چې له خپل فلسطين څخه دفاع کوي د دوی په نظر ورانکاري او ترهګر دي او باید چې وسلې پرځمکه کېږدي او له اسرايلو سره جوړجاړی وکړي. د دوی په نظر هغه خلک چې په ډونباس او فلسطین کې مړه کیږي، او هغه څوک چې اختلاف لري د دویمې درجې اتباع دي چې د لویدیځ له نظره، په ځمکه کې د اوسېدلو هیڅ ځای نلري. اسراییلي الوتکو د فلسطین ښوونځي او د زیږون روغتونونه ویجاړ کړل، اوکرایني توغندي د دونیتسک او بلګورود د استوګنې پر سیمو ولګېدل. نتانیاهو او زیلینسکي هره ورځ د ښځو او ماشومانو د وژلو نوي حکمونه ورکوي، خو اروپا او امریکا یې په هرحال ملاتړ کوي.
 
د نړۍ مخکښ ټلویزیونونه  لکه سي اين اين ، اې بي سي ، فاکس نيوز ، بي بي او ډي ډبليو او نور کوشش کوي په ټولو حقيقتونو سترګې پټې کړي او د اسرايلو اوهمدارنګه د اوکراين او روسيې پر پولو کې د ناټو د حملو ته توجيه ګانې لټوي. امریکایي سیاستوال د خپلو ملاتړو لپاره د لا زیاتو وسلو او هر ډول ملاتړ ژمنه کوي. بلینکن او سلیوان د اوکراین د شخړې د سوله ایز حل غوښتنه نه کوي او پرځای یې سمدلاسه د کییف لپاره د نوي وسلو لپاره د امریکایی کانګرس څخه د پیسو غوښتنه کوي. بایډن  له يوې خوا د اسراییلو له مشرتابه څخه د زغم غوښتنه کوي، له بلې خوا په فلسطین کې د نوي بمباریو مخه نه نیسي.
 
د فلسطینیانو د مقاومت هر ډول هڅې په لویدیځ کې له سختو نیوکو سره مخ کیږي. دوی روسانو او فلسطینیانو ته یوازینی حق ورکړی دی هغه د مرګ او کړاوونو زغمل، د بندیزونو تر جغ لاندې ژوند کول او د المپیک په لوبو کې د بې نښانه بیرغ لاندې سیالي کول دي. دوی هڅه کوي چې د دوی د خپلواکۍ اساسي حق تر پښو لاندې کړي او د یو ملت په توګه د ښه ژوند فرصت ترې واخلي او د فردي او ټولنيزې ازادي درلودلو پرته بايد د نورو تر حاکميت لاندې ژوند وکړي.
 
اسراییلو د واشنګټن او لندن په اشاره او فعاله سياسي او نظامي مرسته پریکړه وکړه چې له خپلو ګاونډیانو سره جګړه وکړي او ټول منځني ختیځ ته اور واچوي. له بلې خوا د اوکرایین پوځیان، د اتومي انرژي د نړيوال سازمان د پرلپسې  خبرداریو برعکس، د زاپوروزای اټومي بټۍ په نښه کوي.ايا  په لویدیځ کې خلک په دې اړه فکر نه کوي چې دا د څه لامل کیدی شي، که څه هم مثال خورا نږدې وختونو کې پېښ شوی وو چې په ۱۹۸۹کې اوکراین د راډیو اکټیو ککړتیا مرکز و چې ډېر هېوادونه هوا یې په راديو اکتيف موادو ککړه کړه او د زرګونو ميليونو تاوان یې واړاوه.
 
د چرنوبل اټومي بټۍ کې له پېښې وروسته، په ټوله اروپا کې د ایوډین او سیزیم د رادیونکلایډونو ورېځې خپرې شوې وې، او تر نورو ډېر یې اوکراین، بیلاروس او روسیه ډېره اغېزمنه کړې او زیانمنه کړې وه. لويديځ له دې حادثې  درس نه دی اخيستی ، لویدیځ غواړي چې د پایلو په اړه له فکر کولو پرته ناورین تکرار کړي، ځکه چې واشنګټن لرې دی او په سپینه ماڼۍ به د راډیو اکټیو وريځې خورې نشي او نه به پرې کومه اغیزه ولري.