د مدیریت اساسي برخي

په اغیزناکه توګه: له سرچینو څخه په هوښارۍ او ارزانه توګه کار اخیستل.
 
په تاثیر کوونکي توګه: سمي پرېکړي کول او په بریالیتوب سره یې پلي کول.
 
موثریت او اغیزمنتوب!
 
موثریت: په لیږ امکاناتو سره کار پای ته رسول، په لیږ لګښت سره په سمه توګه کار تر سره کول، په کمو واردانو سره زیاد محصول وړاندي کول.
 
اغیزمنتوب: د هغو دندو سرته رسول چې د سازمان د هدفونو په پوره کولو کې مرسته کوي، سم او ګټرول کارونه.
 
مدیریت ساینس یا هنر؟
 
د مدیریت ساینس:
داسي انګېرل کېږي چې ستونزي د منطقي، هدفي او سیسټماټیکو لارو چارو په کارولو سره حل کېدای شي. د ستونزو د حل لپاره د تخنیکي، تشخیص او پرېکړو کولو مهارتونو او تخنیکونو کارولو ته اړتیا لري.
 
د مدیریت هنر: 
له تجربو، مدرکونو، شننو او د ستونزو په نظر کې نیولو څخه وروسته پرېکړي کېږي تر څو د کارونو لپاره مو کومه حل لاره غوره ده. د مدیریتي فعالیتونو سره تړلو دندو په بریالیتوب سره د ترسره کولو لپاره د فکري نوښت، خپلمنځي اړیکو او د وخت د سم مدیریت لپاره نویو مهارتونو ته اړتیا ده.
 
په سازمان کې مدیریت او او د مدیریت دندي!
 
مدیران په ټولو ادارو کې په مختلیفو کچو دندي ترسره کوي.

  • له چاپېریال څخه معلومات
  • انسان
  • مالي
  • معلوماتي
  • اړیکي
  • سرچینې
  • موخي ترلاسه کول
  • اغېزمنتوب
  • تاثېر درلودل…
 
د مدیریت څلور اساسي برخي!
  • پلان جوړونه او پرېکړه کول
  • تنظیمول
  • رهبري
  • کنټرول کول
 
۱: پلان جوړونه
د سازماني هدفونو ټاکل او د هغوئ د ترلاسه کولو لپاره وسیله. 
 
د سازمان د هدفونو ټاکل او د هغوئ د لاسته راوړلو لپاره د بدیلونو سیټ څخه د عمل کورس غوره کول.
 
د مناسبو سازماني هدفونو او د عملي کورسونو پېژندل او غوره کولو پروسه.
 
پلان جوړونه مخکې له مخکې یوې پرېکړي ته اشاره کوي چې په نږدې راتلونکي کې به څه وشي، څه باید ترلاسه شي، کله باید ترلاسه شي، څنګه ترلاسه شي او د چا لخوا ترسره شي.
 
د پلان جوړوني له لاري موږ کولی شو خپل راتلونکی جوړ کړو چې تاسو څه کولی شئ، په خپل ژوند کې بریالي شئ او څنګه کولی شو د نن ورځي پرمختللي سوداګریز چاپېریال کې لا ډېر ګړندی پرمختګ وکړو.
 
پرېکړه کول چې سازمان به کوم هدفونه تعقیب کړي.
 
د دې هدفونو د ترلاسه کولو لپاره د عملي کولو کوم کورسونه غوره کول پکار دي.
 
د سازماني سرچینو تخصیصي کولو څرنګوالي پرېکړه کول.
 
۲: تنظیمول
د دې معلومول چې څنګه فعالیتونه او سرچینې په یو ګروپ کې اووسي. 
 
د کوم ځای په اړه پرېکړه کېږي چې څوک به څه دنده ترسره کوي او څوک به د چا لپاره کار کوي.
 
۳: رهبري
 د مخکښ اوسېدلو لپاره دوه مهمي برخي دا دي چې تل باید هڅول وشي او تل باید الهام ورکوونکي اووسو.
 
د بریالۍ رهبري یوازینۍ کیلي له کار کوونکو او پېرېدونکو سره سمي اړیکي ساتل دي.
 
د سازماني هدفونو د ترلاسه کولو لپاره د سخت کار کولو لپاره د کارکوونکو هڅولو او تشویق ته رهبري ویل کېږي.
 
د خپلو غړو د لاسته راوړلو لپاره د روښانه سازماني لید رامنځته کول او کار کوونکي ځواکمن او د ښه کار کولو وړ کړي تر څو هر څوک پوه شي چې د سازماني هدفونو په ترلاسه کولو کې دوئ مهمه ونډه لري.
 
۴: کنټرول کول
د هدف لاسته راوړلو په لور د پرمختګ څارنه او د اړتیا په وخت کې اصلاحي اقدام کول د کنټرول کولو په نوم سره یادېږي.
 
د مدیرانو دنده دا ده چې ارزونه وکړي چې څنګه یوه اداره خپل هدفونه ترلاسه کړي او د فعالیت ساتلو او یا ښه کولو لپاره اړین اصلاحي ګامونه پورته کړي.
 
د کنټرول فعالیت ډاډ ترلاسه کوي چې ترلاسه شوي هدفونه د مخکې پلان شویو هدفونو تصدیق کوي یا نه.
 
د کنټرول پروسه:
  • د هدفونو د ترلاسه کولو لپاره معیاري تنظیمول.
  • معیارنو ته د فعالیت بېرته راستنېدو لپاره بدلونونه رامنځته کول.
  • حقیقي فعالیت له معیارونو سره پرتله کول.
 
هڅول: د کار د ترلاسه کولو سرعت زیاتول او د کار کوونکو په برخه کې د لیوالتیا پراختیا ته اشاره کوي.
کار کوونکي: په سمه دنده یا ځای کې د سم شخص ځای پر ځای کولو ته اشاره کوي.
 
د مدیریت پروسه: 
  • د پلان جوړول د سازمان د هدفونو ترتیب کول او پرېکړه کول چې څنګه یې ترلاسه کول غوره وي.
  • د هدفونو لاسته راوړلو لپاره د روانو فعالیتونو کنټرول او سمول.
  • تنظیمول دا معلومول چې څنګه د ګروپ فعالیتونه او سرچینو غوره کول.
  • رهبري کول د سازمان هڅول تر څو غړي د سازمان په غوره کنټرول کې کار وکړي.