د ژوند اووه مهم رازونه، چې هېڅکله یې باید چاته ونه وایئ

بریالي کسان تل نا ویلې خبرې لري، چې هغه د خپل ژوند مهم رازونه ګڼي.
 
اووه څیزونه، چې د تل لپاره باید مهم راز پاتې شي
موږ انسانان کله چې له یوه کس سره صمیمي کېږو، نو خپلې سرې کرښې هېروو او په ډېرې آسانۍ خپل شخصي رازونه او مسئلې له خپل ملګري یا دوست سره شریکوو، په داسې حال کې، چې دا سم کار نه دی او تل باید په یاد ولرو، داسې موضوع ګانې شته، چې نور نباید ترې خبر شي، نو له دې وروسته په خپلو دوستانه خبرو اترو کې، د خپلو مهمو رازونو د شریکولو لپاره برید او حد په پام کې ونیسئ.
 
هغه څه، چې ستاسو او د ژوند د شریک ترمنځ مو رامنځته کېږي  
هېڅکله هغه مسایل، چې ستاسو او د ژوند د شریک ترمنځ مو رامنځته کېږي، خپلو دوستانو سره مه شریکوئ، ځکه دا اړیکې ستاسو او د ژوند د شریک ترمنځ مو  یو راز دی، تل خپل ځان د خپل د ژوند د شریک پرځای وګڼئ او وګورئ، چې آیا ستاسو له نظره د منلو وړ دی، چې د ژوند د شریک دوستان مو ستاسو ترمنځ له اړیکو څخه خبر وي؟
 
کورنۍ شخړې د ژوند مهم رازونه دي
انسانان چې په ژوند کې له لومړۍ ډلې سره مخامخ کېږي، کورنۍ یې ده، تر دې دمه له کورنۍ څخه څومره موده لیرې وئ، که چېرې د هغو کسانو له ډلې څخه یاست، چې له کورنۍ سره تړاو نه لري، نو زیان لیدل ستاسو لپاره په کراتو سخت دي، ځکه افراد په داسې شرایطو کې له نورو سره خپل درد شریکوي، ښایي داسې یو ملګری پیدا کړی، چې په تاسو باندې قضاوت ونه کړي او خبرو ته مو غوږ ونیسي، خو وروسته په خپله پښېمانه کېږئ، ځکه سربېره پردې چې هر ځای ستاسو له خبرو څخه ډک دی، نور ستاسو په کورنۍ باندې قضاوت کول پیلوي، نو هڅه وکړئ، چې له نورو سره د خپل درد د شریکولو پرځای، خپل ځان د خپلو احساساتو د کنټرولو لپاره پیاوړی کړئ.
 
د خپل ژوند جزئیات هیچا ته مه وایئ
ډېری مېرمنې داسې عادت شوې دي، کله چې یوه له بلې سره کېني، نو د خپل ژوند له جزئیاتو څخه خبرې کوي، نو فکر کوي، چې د دې مسایلو په اړه په آزاده توګه خبرې کول، روڼ اندي ده، نو هڅه وکړئ، نه یوازې د خپل ژوند د جزئیاتو په اړه، بلکې د نورو د ناروغیو په اړه خبرې ونه کړئ.
 
نورو ته د خپل شخصي راز نه ویل
تل هوښیار واوسئ او شکمنو ټیلیفونونو ته له ځوابو ورکولو څخه ډډه وکړئ، ځکه شونې ده، چې ستاسو بانکي کوډ واخلي او له تاسو څخه پیسې غلا کړي او بله دا چې هېڅکله د دوستۍ له مخې خپلو دوستانو ته خپل راز مه وایئ، ځکه له عقله بهر کار دی او د دې ضمانت نه شي کېدای، چې دوست مو د تل لپاره دوست پاتې شي.
 
مالي شرایط د ژوند یو له مهمو رازونو څخه ګڼل کېږي
اړتیا نه شته، چې کوم څوک دې ستاسو له مالي شرایطو څخه خبر واوسي، د پس انداز کچه او هغه پیسې، چې نورو ته مو په پور ورکړې دي، له شخصي رازونو څخه ګڼل کېږي او اړتیا نه شته، چې نور ترې خبر واوسي، د خپل ژوند آیډیا له نورو سره مه شریکوئ، ځکه یوازې په تاسو او ستاسو په ژوند پورې تړاو لري، ځینې کسان دومره هوښیار نه دي، چې ورته پام یې شي او ښایي په پلي کولو سره یې، له ستونزو سره لاس و ګرېوان شي.
 
ژورې وېرې
ډېری کسان په دې باور دي، چې د وېرو او اندېښنو په اړه خبرې کول اوضاع لاپسې خرابوي، دا سمه ده، ځکه د نورو مرسته او ملاتړ موقتي دي، نو هڅه وکړئ، چې د خپلو وېرو په اړه خبرې ونه وکړئ، نو له هغو سره په مخامخ کېدو کې خپله وړتیا لوړه کړئ.