اخوان المسلمين د حسني مبارک له حکومت سره خبرې پيل کړې

په مصر کې د اخوان المسلمين د ډلې يوه مقام ويلي، چې دغې ډلې پرون سهار د حسني مبارک له حکومت سره خپلې خبرې پيل کړي ، څو مالومه کړي چې دولت تر کومې کچې د خلکو غوښتنو ته غاړه ږدي. د خبر له مخې د حسني مبارک له لوري په دغو خبرو کې د ده مرستيا ل عمر سليمان برخه اخيستې. د اخوان المسلمين يو مقام چې د نامه له ښودلو يې ډډه شوې ويلي ، چې دوی د هېواد د ګټو او خپلواکۍ د ساتنې په موخه له حکومت سره خبرې پيل کړي او ګوري چې هغوی څومره چمتو دي د خلکو غوښتنو ته غاړه کېږدي.