ناټو دشمال له لارې دخپل اکمالات پیل کړل

دکندزولایت دشیرخان بندرله لاری دناټوځواکونوداکمالاتی کاروان دتګ راتګ لړی له منځنی آسیایوشمیرهیوادونوڅخه افغانستان ته پیل شوه دغه ټانکرونه چی له یوشمیربهرنیوهیوادونوڅخه دایساف ځواکونوداړتیاوړتیل هیوادته لیږدوی هره ورځ د ۲۰۰ ټونوپه شاه اوخواکی تیل ددغه بندرله لاری کندزولایت ته راوړل کیږی چی جې دغې لړي د بندرد عوايدو په زیاتوالی کې بشپړ بدلون راوړي
ویل کیږی چی په کندزکی دوروستی امنیت راوستل هم دی ته لاره هواره کړی چی سږکال دتیروکلونوپه پرتله ددغه بندرپه عایداتوکی له دغی لاری څخه لس برابره زیات شی
په شیرخان بندرکی دنفتی توکوریس احمدخسروعبدالله وایی چی نوموړی کاروانونه له دی نه وړاندی په نوروبندرونوباندی تګ راتګ کاوه ولی په دی وروستیوکی چی امنیت دلته خوندی شوی یادکاروانونه دافغانستان دشیرخان بندرله لاری تګ راتک کوی
نوموړی پرآموسیندباندی د۱۲۰ متری پله جوړول دافغان دولت له عمده لاسته راوړنوڅخه وباله اوزیاته یی کړه چی ددغه پله په جوړیدوسره دافغان اونړیوالوسوداګروسوداګریزوتوکوته ښه زمینه برابره شویده.
خسروهمدارازپه دغه بندرکی دعوایدودزیاتوالی څخه خبرورکړاوزیاته یی کړه چی سږکال دتیروڅوکلونوپه پرتله په زیات شوی اودغه عوایدیی له تاجکستان څخه دسوندتوکودانتقال په موخه ترلاسه کړی اوداسی ښیی چی دغه عوایدلس برابره زیات شوی دی
په همدی حال کی نوموړی دافغانستان دسوداګری وزارت له یولړپروګرامونوڅخه په راتلونکی کی خبرورکوی اوزیاتوی چی په راتلونکی کی به خصوصی سکتورونه دی ته وهڅوی ترڅوخپل توکی دشیرخان بندرله لاری هیوادته ولیږدوی
دیادولووړده چی شیرخان بندرپه هیوادکی یوله هغومهموبندرونوڅخه شمیرل کیږی چی هرکال له یادشوی بندرڅخه ملی اونړیوال سوداګرخپل سوداګریزتوکی له منځنی آسیا،له مرکزی آسیااوفارس خلیج څخه ددغه بندرله لاری هیوادته را لیږدوی