په خوست کې د جرمونو په کچه کې کموالی راغلی

په خوست كې د ښاري محكمې رياست مسوولين وايي چې د يوكال په اوږدوكې يې په بېلابېلوبرخوكې دوه سوه څلورڅلويښت دوسې فيصله كړي اوله دې سره د جرمونو په كچه كې كموالى راغلى دى، د خوست ښاري محكمې ريس قاضي عبدالحنان منصور په خبره چې زياتره محكمې يې علني وې او په لړكې يې د دولتي كاركونكوترڅنګ يوشمېرنوركسان په اعدام او جاري بندمحكوم شوي دي. په خوست كې عام خلك هم پدې خوښ دي چې مجرمينواوپه فساد كاكړوخلكوته سزا ور كړل شوې، او غوښتنه كوي چې دې لړۍ ته دې نور جريان هم وركړل شي. د خوست ښاري محكمې ريس قاضي عبدالحنان منصور وايي چې دوى په دې محكمه كې د مدني، جزا او عامه امنيت درې ديوانه لري او هره يوه يې په تېركال كې په يوشمېر اړوندو دوسيو كې پريكړې كړي او مجرمين يې په سزا رسولي دي، د ده په خبره چې مدني ديوان يې يوسلو نهه، جزا ديوان يې اتلس او د امنيت عامه ديوان يې يوسلو اوولس دوسيې فيصله كړې او بيايې اړوندو مراجعوته ليږلي دي، دى زياتوي چې زياتره دوسيې يې په علني محكمه كې فيصله شوې او له امله يې په جرمونوكې كموالى راغلى دى، ځكه اوس يې هم يوتن په اعدام محكوم كړى او له دې وړاندې يې د خوست څارنوالۍ د مشرپه ګډون ځني دولتي كاركوونكي د اداري فساد او له دندې د ناړه ګټې اخيتسنې په جرم بندي كړي او تصفيه لاپسې روانه ده. د خوست عام خلك هم د محكمې په دې كار خوښ دي او وايي چې كه هرمجرم ته درنه سزا وركړل شي نو هيڅ كله به نور خلك هغه كار ونه كړي او له دې سره به د ادارې فساد مخه هم ونيول شي. د ياده دولوده چې دا مهال په خوست كې د افغانستان بانك په څانګه كې دټاكل شوي هيت لخوا پلټنې روانې دي او ځني مامورين يې د اداري فساد او درغليوپه تورنيول شوي هم دي، د چارواكوپه خبره چې په دغه بانك كې يې په ميليونونو افغانۍ شوې درغلۍكشف كړي دي.